جمعه, مې 3, 2024
Homeروغتیاپه ژمي کې ستاسې بدن ۵ اساسي ويټامينو ته اړتيا لري

په ژمي کې ستاسې بدن ۵ اساسي ويټامينو ته اړتيا لري

 ژباړه: ساحل منګل

د ژمي په موسم کې ځینې ناروغۍ د معدني موادو له کمښت څخه رامنځته کيږي. د لاندې ويټامينونو له لارې د بدن اوبه پوره کولی او د يو شمېر ناروغيو مخه پرې نیولی شو.

ويټامين سي:

د ژمي له راتګ سره د سکاروي یا سينه بغل، او زکام په شان ناروغۍ یوځای راځي دا په  داسې حال کې ده چې د ويټامين سي په خوړلو د بدن دفاعي سيستم قوي کيږي او يا دغه ناروغۍ اوږدوالي ته نه پريږدي. ويټامين سي يو  ډول انتي اکسيد دی چې په  بدن کې د التهاب د کمېدو لامل کيږي.

د ژمي په موسم کې د اړتيا وړ  ويټامين سي له نارنجبابو (مالټه، کینو، نارنج او لیمو) او ژيړ رنګو سبزيجاتو څخه لاس ته راوړلی شو.

ويټامين ډي:

ډي ویټامین

که څه هم د ويټامين ډي استعمالولو ته د ټول کال په اوږدو کې اړتيا ده، مګر د ژمي په  موسم کې دې ډول ويټامين ته ستاسو اړتيا نوره هم زياتيږي. د ژمي په اوږدو کې شايد ځينې کسان د لمر د نشتون له امله د عضلو او هډوکو په درد اخته شي. د پوهانو په خبره د ۷۰ کلونو څخه ښکته عمر لرونکي بايد هره  ورځ ويټامين  ډي استعمال کړي او لږ تر لږه  هره  ورځ ۳۰ دقيقي په مستقيم  ډول لمر ته  ځان جوړ کړي.

ويټامين اې :

د دې  ويټامين استعمال د پوستکي د روغتيا او سلامتيا لپاره  ډېر اړين دي او د ژمي په  موسم کې د پوستکي د وچوالي مخنيوی کوي. ويټامين اې په غوښته، کب، بادام او نورو  خوړو کې پيدا کيږي.

ويټامين بي کمپلکس:

د ويټامين (بي) د ډلې ټول ويټامينونه په ژمي کې په کافي اندازې سره استعمال کړئ. دغه ويټامينونه کاربو هایدریډ په انرژۍ بدلوي چې د سون لپاره غوړ او پروتينونه مصرف کړي. په همدې دليل ويټامين ب کمپلکس په  ځانګړې توګه  ويټامين بي ۱۲  له هغې دیپرېشن او اضطراب څخه هم  مخنيوی کوي، چې د ژمي په موسم کې د لنډو ورځو له امله خلکو ته  پيدا کيږي.

اومګا ۳:

دغه ويټامين ندی مګر د ژمي په موسم کې ستاسو په روغتيا کې مهم رول لوبوي. امګا۳ غوړ اسيدونه د وينې د غوړو کچه برابروي. ډېری کسان د ژمي په موسم کې د عضلو په  ناروغيو باندې اخته کيږي او دا په  داسې حال کې ده چې د اومګا۳ مصرف د عضلو د درد مخنیوی کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب