جمعه, جنوري 10, 2025
Homeخبرونهمتقي اماراتو ته د افغان کارګرو د لیږلو په اړه د دغه...

متقي اماراتو ته د افغان کارګرو د لیږلو په اړه د دغه هیواد د اقتصاد له وزیر سره خبرې وکړې

تاند (پنجشنبه، د مرغومي/ جدي ۲۰ مه) د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د دې وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي او د متحده عربي اماراتو د اقتصاد وزیر عبدالله بن طوق المري د پنجشنبې په ورځ (د مرغومي ۲۰مه) متحده عربي اماراتو ته د افغان کارګرو د استولو او نورو موضوعاتو په اړه خبرې وکړې.

دا هغه غوښتنه ده چې ډېری افغانان یې لري او متحده عربي اماراتو د پاکستان په شمول له یو شمېر هیوادونو سره په دې برخه کې کلونه پخوا موافقې کړي دي.

د افغانستان تېر حکومت هم له اماراتو او قطر سره دغو هیوادونو ته د افغان کارګرو د استولو په اړه خبرې کړې وې.

د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته متحده عربي اماراتو افغانانو ته د وېزې ورکړه درولې ده او دې کار ډیری افغانان له ستونزو سره مخامخ کړي دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل په ایکس (پخواني ټویټر) کې د متحده عربي اماراتو د اقتصاد له وزیر سره د امیرخان متقي د کتنې او دغه هیواد ته د افغان کارګرو د لېږلو په اړه د خبرو یادونه کړې خو نور جزییات یې نه دي ورکړي.

ده نه دي ویلي چې ایا اماراتي چارواکو په دې برخه کې موافقه وکړه او که نه.

تګل پرون ناوخته په ایکسپاڼه کې ولیکل چې په دې کتنه کې د افغانستان د کانونو د استخراج، د دې هېواد د کرنیزو محصولاتو لپاره د بازار موندنې، او د افغانستان او اماراتو تر منځ د سوداګرۍ او ترانزیت د پراختیا په اړه هم خبرې وشوې.

ښاغلي متقي د چهارشنبې په ورځ په دوبۍ کې د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزیر شیخ عبدالله بن زاید آل نهیان او د هند د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال وکرم مسري سره هم لیدلي و.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د دوشنبې په ورځ د یو پلاوي په مشرۍ متحده عربي اماراتو ته ولاړ.

د اماراتو په ګډون تر اوسه هېڅ هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.
متحده عربي امارات د سعودي او پاکستان ترڅنګ د هغو درې هېوادونو له ډلې څخه و چې په ۱۹۹۰مه لسیزه کې یې د طالبانو لومړی حکومت په رسمیت پېژندلی و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب