جمعه, جنوري 10, 2025
Homeخبرونهټي ټي پي؛ د پاکستان د اټومي انرژۍ د کارخونې ۱۶ کارکوونکي...

ټي ټي پي؛ د پاکستان د اټومي انرژۍ د کارخونې ۱۶ کارکوونکي تښتولي

تاند ( پنجشنبه د مرغومي ـ جدي ۲۰مه) پاکستاني رسنیو د خيبر پښتونخوا د پولیسو له قوله ويلي، چې د جنورۍ پر نهمه غرمه مهال په لکي مروتو کې وسلوالو د پاکستان د اټومي انرژۍ د کارخونې ۱۶ کارکوونکي تښتولي او د هغوی موترې سوزولي دی.

پاکستاني رسنۍ د لکي مروت ښار تاڼې د یوه چارواکي له قوله وایي، چې ۱۶ کارکوونکي په یو فلاینګ کوچ مړټر کې کار ته روان وو، چې په لاره له برید سره مخ شوي او وسله والو کسانو نامعلوم لوري ته بېولي دي.

د دې پېښې مسوولیت تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) وسلوالې ډلې منلې ده.

یادې ډلې تر پېښې وروسته رسنيو ته ویډیو پیغام لېږلی، چې پکې ښکاري چې تښتول شوي کسان د دوی په ولکه کې دي.

تښتول شوي کسان په ویډیو کې له حکومته غواړي، چې د وسلوالو غوښتنې ومني او د هغوی د خوشې کولو لپاره اقدام وکړي.

بل لورته د پاکستاني طالبانو وياند محمد خراساني رسنيو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ويلي، چې د اټومي انرژۍ د کارخونې کارکوونکي يې د وژلو لپاره نه، بلکې د ځينو غوښتنو پوره کولو لپاره تښتولي دي.

نوموړي زياته کړې ده،چې حکومت او پوځ دې نيول شوي ملګري خوشې او د تښتول شويو کارکوونکو د خوشې کولو لپاره دې له عملياتو ډډه وکړي.

دا لومړنۍ پېښه نه ده، تر دې وړاندې د ۲۰۲۴ز کال د نومبر په پیل کې وسلوالو د لکي مروتو (دره تنګ) سره نېږدې د بادې اټومې بټۍ امنیتي کارکوونکو پر قافلې برید کړی وو او ۵ سرتېري یې ټپیان کړي وو.

دغه راز د ۲۰۲۴ز کال په نومبر کې وسلوالو په بنو کې اووه پولیس تښتولي وو، چې یوه ورځ وروسته یې بیا خوشې کړل.

پاکستان کې امنیتي وضعیت تر بل هر وخت ترینګلی شوی، چې اوسېدونکي یې سخت اندېښمن کړي دي.

1 COMMENT

  1. THIS IS GOOD NEWS;
    TALIBS SHOULD FIND INTELLIGENCY INFORMATION ABOUT ATOMIC WEAPONS,LOCATION,
    TALIBS WILL GIVE EXPLOSION TO ATOMIC LABRATORY AND MAYBE BURNS THAT TOO.
    LONG LIFE FOR T T P

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب