جمعه, جنوري 10, 2025
Homeخبرونهد لوی سرخوږي پای؛ تر دې وروسته پیژندپاڼو کې اصلاحات ولایتونو کې...

د لوی سرخوږي پای؛ تر دې وروسته پیژندپاڼو کې اصلاحات ولایتونو کې هم کېږي

تاند ( پنجشنبه د مرغومي ـ جدي ۲۰مه) د طالبانو د حکومت ‏د احصایې او معلوماتو ملي ادارې خبر ورکړی،چې مراجعینو ته د اسانتیاوو په موخه یې د کاغذي او برېښنایي پېژندپاڼو اصلاحي خدماتو صلاحیتونه ولایتي ریاستونو ته هم ورکړل.

د دغې ادارې ویاند محمد حلیم رافع ویلي،چې په همدې تړاو یې له ولایتي ریاستونو سره انلاین غونډه کې دغه پرېکړه کړې ده.

رافع زیاته کړې، چې دا پرېکړه یې د هېوادوالو ستونزې حل او د هغوی له سرګردانۍ او وخت ضایع کېدو مخنیوي لپاره کړې ده.

دې غونډه کې د طالبانو د احصایې او معلوماتو ملي ادارې رئیس عبدالظاهر حاجي ادریس ولایتي رئیسانو ته په خطاب کې ویلي، ټولې چارې دې په بشپړې روڼتیا او خپلواک ډول ترسره کړي.

په دغو صلاحیتونو کې په عین شهرت له یوې د زیاتې تذکرې لغوه کول، د عمر اصلاح، نوم بدلول، د املایې تېروتنو اصلاح، د تخلص درج، حذف او یا اصلاح، د مختاړي او وروستاړي اضافه کولو یا لرې کول، د الکټرونیکي تذکرې وېش او نور متفرقه موارد شامل دي.

د احصایې او معلوماتو اداره وروسته له هغې دغه پرېکړه کوې، چې ترې وړاندې هېوادوال اړ وو په خپلو پېژندپاڼو کې د اصلاحاتو لپاره کابل کې اړوند ادارو ته مراجعه وکړي، خو دا چاره هغوی ته ډېره له ستونزو او سرګردانیو ډکه وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب