جمعه, دسمبر 5, 2025
Home+د انسان د سلامتیا ساتونکي روباټ جوړېدل ټول بشریت ته یو ښه...

د انسان د سلامتیا ساتونکي روباټ جوړېدل ټول بشریت ته یو ښه زېری

لیکنه: سیدخان

انسان اشرف المخلوقات دی چې د ادم علیه السلام له زمانې يې تل د ځمکې پرمخ د پرمختګ، هوساینې، تخلیق، نوښت او په اسانه توګه د ژوندانه د اړتیاوو پوره کولو لپاره هڅې کړې او دې لړۍ تر نن پورې دوام کړی چې اوس د پرمختګ بهیر داسې مرحلې ته رسېدلی چې انسان خپله د خپلو تخلیقونو، تخنیکونو او نوښتونو په لیدو هک پک او حیرانېږي.

دغه پرمختګونه په دوو برخو ویشلای شوو چې یوه برخه يې عام المنعه یا د ټول بشریت مشترک ګڼل کېږي لکه په طبابت کې پرمختګ، په زراعت کې پرمختګ، غیر نظامي تخنیک په برخه کې پرمختګ چې د انسان په ورځني ژوند کې کارول کېږي لکه موټر، الوتکه، ماشینونه….

او بله برخه يې بیا تر تخلیق کونکي پورې محدوده وي، یعنې ګټه يې تخلیق کونکي ته رسېږي او زیان يې د هغه رقیبانو ته رسېږي لکه نظامي وسلې او تجهیزات….

په انساني ټولنه کې تر ډېره د دې لومړۍ نوعې پرمختګ هرکلی کېږي ځکه چې خیر او ګټه يې عامه وي.

څو ورځې مخکې په بېجینګ کې د ځيرک رباټونو نړیوال کنفرانس جوړ شو چې پکې د یوه چیني شرکت له خوا داسې ځيرک رباټونه نندارې ته وړاندې شول چې د انسان د سلامت ساتنه کوي او خلک يې په لیدو ګوته په غاښ شول.

نندارې ته د دې رباټونو په وړاندې کېدو سره دا امتیاز د چیني شرکتونو په برخه شو چې په نړۍ کې تر نورو مخکې د انسان د سلامتیا ساتوونکي رباټونه خلق کړي.

دغه رباټونه د شانګهای جي جي رباټیک شرکت له خوا له هغو معلولو کسانو سره د مرستې او لارښوونې په موخه طرحه او جوړ شوي چې د لیدو ستونزه ولري، شکل يې د سپي دی، شپږ پښې لري، یو متر اوږدوالی، شل کیلوګرامه وزن لري، پر یو ځل چارچ کېدو شاوخوا درې ساعته کار کولای شي او پر هسکه ټیټه ځمکه او لوړو ژورو کې د تګ وړتیا لري.

د دې رباټونو نندارې نه یوازې د رباټونو د ټکنالوژۍ په برخه کې یو نوی باب پرانیست، بلکې د طبیبانو، معلولینو او ناروغانو لپاره یو ښه زیری دی.

د هر چا به چې پر دغه شپږ پښو لرونکو رباټانو سترګې ولګیدې نو له حیرانتیا به يې خوله وازه او سترګې برندې پاتې شوې.

د دغه شرکت مسوولینو رسنیو ته ویلي چې دا رباټان د کم بینا خلکو لپاره د لارې پيدا کولو او په خوندي توګه د تګ لپاره له هغوی سره د مرستې په موخه طراحي شوي دي.

د یاد شرکت د مسوولینو په ونیا چې دا رباټ پر فزیکي قدرت سربېره، ډېر زیات ځيرک هم دي، په خپله حرکت کوي، د رهنمایۍ چراغونه تشخیصوي، پر مصنوعي هوښ مجهز حسونه لري او پر مټ يې د لارې تګ وضعیت او څوک چې دغه رباټان کاروي د هغو غږ پېژندلای شي او د اړتیا په صورت کې مرسته ورسره کولای شي.

اټکل کېږي چې د دې رباټونو نوې او عصري بڼې به پر ناروغانو او معلولینو سربېره، د زړو کسانو په پالنه کې او په مجموع کې د انسانانو سره د اړتیا په وخت کې مرسته کوي او مهم رول لوبوي.

دا رباټونه د وروسته پاتې او درېیمې نړۍ خلکو ته دا پيغام رسوي چې علم ته پاملرنه زیاته کړي ځکه چې نړۍ له دوی څخه سلګونه کاله فاصله لري او دغه فاصله ورځ په ورځ زیاتېږي او بالاخره به داسې مرحلې ته ورسېږي چې بیابه ورته د رسېدو هېڅ چانس نه وي.

که په نړۍ کې هر پرمختګ او په هره برخه کې د نوښت خبره کېږي نو تر شا يې دا پيغام پروت دی چې یادو خلکو دا هرڅه مفت او اسانه نه دي ترلاسه کړي، بلکې لسګونه کاله يې زحمت ایستلی، علم يې زده کړی، تجربې يې کړې او بالاخره دې مرحلې ته رسېدلي دي.

پخوا به بې سواده هغه چاته ویل کېدل چې لیک او لوست به يې نه شوای کولای، خو اوس د نړۍ پرمختګ ته په پام سره سواد یوازې لیک او لوست نه، بلکې پر کامپیوټر او نوړې ټکنالوژۍ بلتیا ته ویل کېږي او ښايي په تخنیک او ټکنالوژۍ چې د انسان د لا پرمختګ په صورت کې د علم او سواد تعریف هم بدلون ومومي او په هغه صورت کې به یوازې لیک او لوست په هېڅ صورت د سواد په معنا نه وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب