جمعه, دسمبر 5, 2025
Home+د کرکې او کینې دیانت |ژباړن: محب زغم

د کرکې او کینې دیانت |ژباړن: محب زغم

لیکوال: محمد محق

د دین او فرهنګ تعامل

د فرهنګ ګڼ تعریفونه وړاندې شوي دي. په یوه تعریف کې یې راغلي دي: «د هغو علومو، باورونو، هنرونو، قوانینو، اخلاقیاتو او عادتونو مجموعه ده چې وګړی یې د ټولنې د یوه غړي په حیث له خپل محیطه راخپلوي.» نور تعریفونه یې هم دې ته ورته مفهوم لري. دلته مو بحث د فرهنګ پر تعریف او لغوي ريښې نه دی، دا بحث د ټولنپوهنې په علم کې ځای لري.

دلته غواړو په لنډو دا موضوع وڅېړو چې د دین او فرهنګ تر منځ څه ډول اړیکي شته او دا اړیکي پر دواړو څه ډول متقابل تاثیرات لري.

لومړی باید دې ټکي ته پام وکړو چې هېڅ دین په خلا کې نه دی څرګند شوی یعنې داسې نه وو چې خلکو به تر هغه وړاندې هېڅ عرف او عادت نه درلود او په هېڅ مورد کې یې په ذهن کې هېڅ باور او مفکوره نه وه او ضمیر یې داسې سپین کاغذ و چې هېڅ پرې نه و لیکل شوی تر دې چې دین راغلی او پر دې سپین کاغذ یې خپل مطلوب انځور رسم کړی دی.

بر عکس، د ادیانو او بشري ټولنو تاریخ راښيي چې هره ټولنه له خپلو امکاناتو او فرصتونو سره سم او له خپلو پرمختګونو سره متناسب د بارونو، عرفونو، عادتونو او ارزښتونو یوه جوړښت ته رسېدلې وه. ټولنو د همدې جوړښتونو له لارې د خپل ټولنیز ژوند نظم و نسق تامینول.

دې ډګر ته د دین ورننوتل، د یوه نوي عنصر حیثیت لري چې دې جوړښت ته لا ښه او لا اخلاقي نظم ورکړي. خو دغې مسألې خپلې خاصې ستونزې درلودې.

معمولاً په یوه پخواني او منلي جوړښت کې د هر نوي عنصر ورننوتل له خنډونو او مقاومتونو سره مخ کېږي. په ټولنیز ژوند کې د دین ورننوتل هم دې اصل ته تابع وي.

قران مجید شاهدي وايي چې هر پيغمبر چې رسالت ته مبعوث شوی و، د خپلې ټولنې له سختو مخالفتونو سره مخ شوی و.

ولې هېڅ پیغمبر له هماغه پیله د خپلو خلکو له تاوده هرکلي سره نه و مخ شوی؟ ولې د هر پیغمبر پر وړاندې ډول ډول مزاحمتونه او مخالفتونه وشول؟ حال دا چې معمولاً د هر نبي په پیغام کې اخلاقي مفاهیم او ګټور تعلیمات نغښتي وو چې عملي کول به یې د خلکو له اصلاح سره مرسته کوله.

اصلي وجه یې دا وه چې زیاترو خلکو خپل ژوند د خپلو ټولنیزو واقعیتونو پر اساس عیار کړی و او دا یې احساسول چې ګټه یې په هماغه لاره کې وه. البته په دې منځ کې داسې کسان هم وو چې شته جوړښت ورته هېڅ ګټه نه درلوده، بلکې احیاناً دوی یې ځوراوه او غالباً د ټولنې همدې برخې تر نورو مخکې هغه پيام ته هرکلی وایه چې د اوضاع د اصلاح او بدلون وعده به یې کوله. خو اکثره خلک، په تېره بیا هغه کسان چې په هماغه وضعیت کې یې زیاتې ګټې ورپه برخه کېدې، له هماغه وضعیته خوښ وو او هر ډول بدلون ته یې د یوه داسې ګواښ په سترګه کتل چې د دوی ژوند ګډوډوي او ګټې یې له خطر سره مخ کوي.

ولې خلکو داسې انګېرله او د دین او پیغمبر پر وړاندې په شدت سره درېدل؟ ظاهراً تمه دا وه چې دوی دې د پیغمبرانو زړه سوی او د خیر پیغام یو نیک فال وګڼي او له شک او اندېښنې پرته ورته لبیک ووایي. خو برعکس، اکثره پخوانو قومونو د خپلو پیغمبرانو پر وړاندې مخالفت کړی دی او کلونه یې هغوی ځورولي دي او کله کله یې سم جنګ ورسره کړی دی.

دا خبره یو څه متناقضه ښکاري خو کله چې د فرهنګ او ټولنې پیچلی جوړښت مطالعه شي، درک به یې اسانه شي چې ولې هر دیني دعوت داسې ترخه تجربه تېره کړې ده.

فرهنګ او د ټولنې شرایط، وګړو ته نړۍ لید ورکوي او د ژوند کولو بڼه ورښيي، د ښېګڼې او بدګڼې پوله غالباً د محسوسو ګټو پر اساس ورته ټاکي، او داسې لارې رودې رامنځته کوي چې د ټولنیز ژوند له نظم سره مرسته وکړي.

د داسې جوړښت په دننه کې، اغلب خلک د امنیت او هوساینې، ان که نسبي هم وي، احساس کوي، ان که دغه جوړښت غیرعادلانه هم وي او نیمګړتیاوې هم ولري. که دوی پوه شي چې د دې وضعیت بدلېدل به یې ژوند بهتره کړي، ورسره ملګري کېږي به. خو د بشري ټولنو تجربې ورښيي چې اغلب بدلونونه پخوانی مقبول نظم خرابوي او لزوماً ځینې وګړي په متفاوت وضعیت او مقام کې دروي. په داسې بدلونونو کې زیات تاوان هغه کسان کوي چې په پخواني نظم کې یې ډېرې ګټې پرتې وې.

شته فرهنګ پر دې سربېره چې د ټولنې د ځینو طبقو ګټې تامینوي، له ځان سره ځانګړی نړۍ لید هم لري چې د ټولنې مختلف اړیکي سره تنظیموي، د وګړو تر منځ اړیکي، له طبیعت سره د انسان اړیکي، له ژوند او ټولې هستۍ سره د انسان اړیکي. هغه ارزښتونه او لارې رودې چې په دې فرهنګ کې رامنځته کېږي، له هماغه نړۍ لید سره تړاو لري.

کله چې دا جوړښت د دین یا بل فکري نهضت له لارې له بدلون یا ختمېدو سره مخ شي، مانا یې د هغه نړۍ لید، ارزښتونو، لارو چارو او قوانینو ګډوډول دي چې مختلف نسلونه ورسره اوسېدلي دي او پر اساس یې په مکاني لحاظ له خپل چاپېریال او په زماني لحاظ یې له خپل تېر او راتلونکي سره خپل اړیکي تنظیم کړي دي.

فرهنګ تر رغېدو او تکامل وروسته د انسانانو په ژوند کې د یوه قوي عامل په حیث عمل کوي او هېڅ ډول هڅه چې دا له منځه وړي، نه شي زغملای او پر وړاندې یې سخت مقاومت کوي.

له بلې خوا دین غواړي هغه ظلم او ستم چې د یوه فرهنګ په منځ کې ټینګ شوی دی، لکه د انسانانو غیرعادلانه طبقه بندي، د زورواکو د ګټو د ساتلو په خاطر د ناروا اعمالو مشروعیت، له منځه یوسي او پر ځای یې داسې نوی نظم راولي چې دغه غیراخلاقي نښې نښانې په کې نه وي. د دې لپاره چې دې بدلون ته زمینه په اساسي ډول برابره شي، د خلکو د نړۍ لید ستنې باید وغورځول شي او د ژوند فلسفه یې ورنوې شي. په همدې لاره کولای شو نوي ارزښتونه او نوي قوانین د پخوانو هغو پر ځای ودروو او د خلکو په ژوند کې نوي عرفونه او عادتونه وارد کړو.

د پخواني فرهنګ او ټولنیز نظم د مقاومت په وجه او د هغه ځواک او پیسو په مټ چې د دې فرهنګ متولیان یې لري، سمه جګړه پیلېږي. سره له دې چې دا جګړه لومړی یوازې د فکري او اعتقادي تقابل په بڼه وي خو ورو ورو په هر اړخیز تقابل اوړي.

پیغمبران هم چې د دې وضعیت له بدلولو پرته بله دنده نه لري او د دې ظالمانه وضعیت له منګولو د انسانانو له ژغورنې هم نه لاس په سر کېږي، نو منزل ته تر رسېدو پورې نه ستړي کېدونکې هلې ځلې کوي.

د دې جګړې برخلیک یوازې په یوه مشخص عامل پورې نه دی تړلی، ځکه خو هر وخت د پيغمبرانو د دعوت عاقبت یو شان نه وي. په تاریخ کې ځینې پیغمبران بریالي شوي دي چې د خپلې سیمې یا خپل عصر شته وضعیت بدل کاندي او خپل ټول دیني ارمانونه یا یې یوه برخه پوره کړې ده. خو ځینو نورو پیغمبرانو بیا محدوده بریا درلودې ده او ځینو یې هېڅ بریا نه ده ترلاسه کړې. لکه څرنګه چې د اسلام د پیغمبر په یوه حدیث کې راغلي دي:”عرضت علی الأمم فجعل النبی و النبیان یمرون معهم الرهط و النبی لیس معه أحد”، یعنې: امتونه مې ولیدل … داسې پیغمبران وو چې محدود جماعتونه ورسره ولاړ وو او داسې پیغمبران وو چې هېڅوک ورسره نه وو. (4).

معمولاً د هغو پیغمبرانو د رسالت هېڅ نښه نه ده پاتې چې بریالي نه وو. ځکه خو په قران مجید کې محدود پیغمبران یاد شوي دي، حال دا چې واقعي شمېر یې تر زرګونو اوښت. خو که یو پیغمبر بریالی شوی و چې د خلکو او ټولنې وضعیت بدل کاندي او دین کامیاب کړي، د خپل عصر له شته شرایطو او فرهنګ سره یې دوه ډوله تعامل کړی دی چې نن ورته اصطلاحاً امضايي تعامل او تاسیسي تعامل ویل کېږي.

مطلب دا چې هر دین له ټولنیز فرهنګ سره په مقابله کې او وروسته له دې چې د هر بدلون پر وړاندې مقاومت شوی دی، د هغه فرهنګ هغه برخې یې چې د نوي دین له ارزښتونو سره یې ټکر نه درلود، هماغسې پرېښې دي، سره له دې چې دغه برخې د خلکو لاسته راوړنې وې نه د دین له محصولاتو څخه. دې ډول مسایلو ته امضايي چارې ویل کېږي یعنې د دین له خوا ورباندې د تایید امضا شوې ده.

بله خوا کې د فرهنګ هغه برخې چې له دیني ارزښتونو سره مخامخ په ټکر کې وې، حذف شوې دي او د نویو ارزښتونو احکام د  هغوی پر ځای وضع شوي دي. دا دول مسایل، تاسیسي چارې بلل کېږي یعنې هغه احکام او مسایل چې اساس یې دین ایښی دی.

که په نننۍ ژبه وغږېږو نو د دین او فرهنګ تر منځ دیالکتیکي رابطه ټینګېږي. څومره چې دین غواړي د شته فرهنګ په منځ کې خپل شتون تقویه کړي، هماغومره فرهنګ یې پر وړاندې درېږي او په دیني منظومه کې خپل ځای تثبیتوي او هڅه کوي په ډېرو چارو کې یې نښه پاتې وي.

څه چې عملاً د مومنانو په ژوند کې پېښېږي، د یوه نوي وضعیت رامنځته کېدل دي چې د دین او فرهنګ ګډ محصول دی. یعنې دین او فرهنګ یو ډول جوړجاړی کوي، سره پخلا کېږي او په ګډه ژوند کوي. تر دې وروسته چې خلک د هغه دین پر لاره ځي، په واقعیت کې دا د دین او فرهنګي قضیو د ترکیب تجربه وي. وروسته بیا د دین تاریخ او د متدینانو تاریخ سره ګډېږي، د دین او فرهنګ تر منځ پوله ړنګېږي او ځینې برخې یې د ځینو نورو برخو ځای نیسي.

سره له دې چې د دې بهیر سوچه کول یعنې له دینه د فرهنګي عناصرو حذفول او له فرهنګه د دیني عناصرو لرې کول، ناممکن دي خو د دې عناصرو پېژندل له دیني مطالعاتو او د دیني مفکورې په پوهېدو کې لویه مرسته کولای شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب