تاند (جمعه، د زمری- اسد / ۲۴ مه) په داسي حال کې چې پاکستان د افغان کډوالو ایستلو ته زور ورکړی دی، د جرمني د کورنیو چارو وزیر د پنجشنبې په ورځ وویل، حکومت یې په دې غور کوي چې هغه افغانان چې جرمني ته د تلو لپاره په پاکستان کې انتظار باسي، آیا واقعاً به هغوی ته د تګ اجازه ورکړل شي او که نه؟
د ملګرو ملتونو د راپورونو له مخې، پاکستان د سپتمبر د میاشتې تر ۱ نېټې د افغان کډوالو د وتلو تر ضربالاجل مخکې د اسناد لرونکو افغانانو ایستل پیل کړي، چې کیدای شي له دې سره تر یو میلیون زیات افغانان له دې هېواده وایستل شي. په دوی کې تر ۲۰۰۰ زیات هغه افغانان شامل دي چې د جرمني له لوري د یوه ځانګړي پروګرام پر اساس جرمني ته لېږل کېږي ځکه چې په افغانستان کې له احتمالي خطر سره مخامخ دي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، یوه خبره سرچینه وايي، د افغانانو د نیولو او ایستل دوام لري، حتی د پاکستان د خپلواکۍ د ورځې په رخصتي (پنجشنبه) کې هم دې چارې دوام وکړ.
دې سرچینې رویټرز ته ویلي، “هغه کسان چې د جرمني د قبولۍ سند لري، همدا اوس د تورخم بندر ته رسول کېږي،”
د جرمني د کورنیو چارو وزیر، الکساندر دوبریند، تایید کړه چې په جرمني کې د بیا میشتېدو په پروګرام کې شاملو ځینېو افغانانو “په دې وروستیو کې د پاکستاني چارواکو پام اوښتی”، او برلین له اسلامآباد سره د دوی د وضعیت په اړه خبرې کوي.
دوبریند خبریالانو ته وویل «موږ دا ارزونه کوو چې آیا دغه کسان واقعاً کولی شي آجرمني ته لاړ شي. چې دا به رښتیا وشي که نه، دا د ارزونې دپه پایلې پورې اړه لري.»
له خطر سره مخامخ افغانانو لپاره د جرمني د قبول پروګرام، چې د ۲۰۲۲ کال د اکتوبر په میاشت کې د هغه وخت د منځچپ حکومت له لوري پیل شوی و، وروسته له هغه چې د فبرورۍ په میاشت کې د کډوالۍ پر تمرکز انتخاباتو کې محافظهکارانو بریا ترلاسه کړه، اوس تر ارزونو لاندې دی.
نوی ائتلافي حکومت پلان لري چې دا پروګرام بند کړي.
د ۲۰۲۱ له مې میاشتې راهیسې، جرمني شاوخوا ۳۶،۵۰۰ داسې افغانان منلي چې د طالبانو د فشار له امله له خطر سره مخامخ بلل شوي، خو د محافظهکار مشر حکومت وايي چې بشري کډوالي اوس د هېواد د جذب له ظرفیت څخه لوړه شوې ده.
د چهارشنبې په ورځ، د آجرمني د بهرنیو چارو وزارت وویل چې له پاکستاني چارواکو سره په نژې تماس کې دي او له موجودو میکانیزمونو نه کار اخلي تر څو د افغانانو اخراج وځنډوي. د کورنیو چارو وزارت وویل، د قبول پروګرام د راتلونکي په اړه د پرېکړې لپاره مهالویش نه شي وړاندې کولی، خو د ژر پرېکړې تمه لري. دا یې هم نه دي ویلي چې آیا له پاکستانه د شړلو زیاتوالی به دا پرېکړه ګړندۍ کړي که نه.