جمعه, دسمبر 5, 2025
Home+د رڼا نښه | نعمت الله صدیقي

د رڼا نښه | نعمت الله صدیقي

Sidiله بي بي سي مې د ښاغلي میرویس عزیزي مرکه واورېده، خپه او خواشینی یې کړم؛ خو دا خواشیني له هغه روایتي خپګان او خواشینی سره بېخي مختلفه وه، لکه خوب، ارمان او یو نااشنا هوس ته دې چې څوک نږدي کوي او یا ډاډ درکوي؛ خو ته په عین حال کې دا هیڅ رښتیا او واقعیت نشې منلای، چې په داسې یو استثنایي حالتو کې دا زیری څنګه ممکن کېدای شي؟ دویم علت یې ښايي زموږ په سوشل رسنیو کې د ضد و نقیض خبرو، افواهاتو او د هغه اختلاف لامله و، چې په هیڅ مانا د اختلاف نوم، اصل او نښه باید پرې بده نشي.

 

موږ چې عموماً په همدې اختلافاتو کې د خپلو او پردیو د ارزښتونو د نړولو او د دښمنۍ په ایجاد کې له مور یو، د ډېرو هغه ملي او زیربنايي پروژو په څېر مو دا هم د همغه اختلاف په کهاته یا خوله کې وراچولې ده. ولې داسې کوو؟

 

اول خو موږ د سیاست سمه پوهه او درایت نه لرو، او له سیاسي چلن سره د قبایلي عصبیت په ډول برخورد کوو، سیاست د قبایلي یا محلي تربورولۍ په بڼه تعبیروو، چېرې چې دوست او دښمن د ذاتي تمایلاتو له مخې پېژندل کېږي، نه د ملي سیاست او ارزښتونو له مخې، چې دوستي او دښمني دواړه مو په کې مطلق دي. حال دا چې دا اوس یوه مشهوره مقوله ګرځېدلې، چې هیڅ سیاست دایمي دوست او دوښمن نه لري، د نن دوست د سبا مخالف او د پرون مخالف دې نن دوست کېدای شي، دغسې یو مطلق سیاسي چلن دوه ډوله نورې ستونزې هم ایجاد کړي دي، یو یې همدا چې د اختلاف او دوست تمیز یا فرق یې له منځه وړی، چې د خلکو لپاره یوه دایمي سرخوږي دی، دویم دا چې نورو یا خارجي دښمن ته له همدغې سورسه د لاسوهنې او د خرپ و ترپ مداخلې جواز او چانس دواړه په لاس ورغلي دي. پر دې سربېره د ملي یوالي په څېر د یوه ډېر مهم او ارزښتمن عمل او فکر مخه یې نېولې ده.

 

په سیاسي کرښه او میدان کې هغه مخالفت چې ملي ګټې ننګوي، که د زمانې افلاطوني مغز او تګلاره هم ولري سیاست او مخالفت دواړه یې منفور او مردود دي، بیا دا خو ډېره لرې او له سیالۍ وتلې ده، چې یو څوک یې یوازې د سیاسي حاکمیت او حکومتولی په اساس او اختلاف سره نفي کوي، دلته هغه نیت او اراده بیخي رامخې ته شي، چې دوی په سیاست کې د خلکو د ارادې او ملت په خوا کې نه دي، یوازې د شعار او یا په همدې نامه یې دروغجنه ادعا مهمه بولي؛ بلکې د خپل ذاتي او فکري تمایل په اساس دوی ته همدغه څه مهم او ارزښت لرونکي دي؛ کنه دا هیڅ ممکن نه ده، چې د یو چا حتی عادي اقدام دې لا څوک صرف نظر کړي، لویې او ملې پروژې خو په ځای پرېږده. زه وایم که زه له یو چا سره مخالف هم یم؛ خو که هغه زما د خلکو او ملت په ګټه یو کار وکړي، دا به زما په ظرف او بصیرت پورې اړه ولري، چې زه څومره د خپلو خلکو او د ځان په اړه هغه مثبت یا منفي واخیستی شم، زموږ د سیاسي مخالفتونو دا ډول چلن او روش سره له دې چې خورا اوږد شو؛ نور نو باید د همدې بېوله خلکو لپاره د نورو خلکو له شرمه هم باید عام او خپل نکړای شي.

 

ولې هر څه باید سیاسي (دلته له سیاسي هدف د هغه افراطي خواوو اختلاف دی) شي، دا ملت او خلک یوازې همدا سیاست او اختلاف لپاره دي؛ کنه بغیر له دې اختلافي مواردو هم دوی د ژوند، ارام او ثبات حق لري، عزیزي په خورا لوړه او په سپین میدان وویل، چې «له دې پانګونې یې هیڅ سیاسي هدف او موخه نلري» او دا یې یوازې له خپلو خلکو سره د مینې او مسوولیت حق بولي.

 

په همدې اساس د عزیزي دغه لس میلیارده بریښنایي پانګه یوازې د کورونو لپاره د رڼا وسیله نشي کیدای؛ بلکې د ټول ملت لپاره د اقتصادي زیربنا هغه رڼا ده، چې یو څرک یې د صنعت او پراختیا او د عریبو، بېوزله او بې روزګار خلکو په تیاره او احتیاج دی او بل هغه یې د ده له ملې ارادې او خپلې ملي مینې او وطن دوستۍ سرچینه اخلي؛ ځکه خو له هغه ټولو اختلافي مواردو پورته دغه پروژه باید د یوه ملي اتفاق په توګه د ملي رڼا پروژه ومنو او عزیزي هم د همدې رڼا نښه وبولو، چې په داسې یوه احتیاج او په تپه تیاره وخت کې یې د خلکو د کورونو د رڼا ترڅنګ د کار او رزوګار او د یوې خولې د ډوډۍ او اوبو لاسنیوی وکړ.

 

له احتیاجه د خلاصون په برخه کې به دا لس زره میګاوټه بریښنا چې څلور زره د کورونو او شپږ هغه یې د صنعتي برخې ده کاملاً د یوه بسیا او پر خپلو پخو ولاړ اقتصاد مهمه ونډه ولري؛ خو په عین وخت کې د خلکو، سیاسونو او حکومتونو لپاره هم له یوې ازموینې کمه نه ده، چې څنګه یې باید ساتنه، وده، ژغورنه او په اړه یې عامه پوهاوی او خوښي باید پر ملي بسیج واړوي، دا همدومره مهمه ملي پروژه ده چې عزیزي نه یوازې باید د ټولو اړخونو او د هر چا لخوا په ملي کچه تحسین کړای شي؛ بلکې د خپل هغه احتیاج او لاسنیوي په اړه هم احساس ولري، چې دا دی لسیزې واوښتې؛ خو زموږ د بخت بیړۍ لا هم د نړی او ګانډیانو پر پولو د هغوی رحم و کرم ته ولاړه ده. بغیر له دغه احساسه هم خورا سخته ده، چې د دغسې لویو لاسته راوړنو په قدر و قیمت دې يو څوک پوه او شعور دې یې ولري.

 

اصلاً که له دنیا سره د ډېرې ډالري مینې په حساب نه یاست؛ نو دغه لس میلیارده سرمایه ګوزاري یې یوې خوا ته کړئ؛ همدا خپله ملي و فولادي اراده او روحیه یې وګورئ، چې وایي «که د کال څو میلیارده سپما او ګټه کې یې همدا لس میلیارده ډالر د خپل وطن او وطنوالو په خاطر نه وي؛ نو څه به وشي» او بیا په دغه احساس به یې هم څوک څه ووایي؟ چې «هر څه یې شته او هر څه به وي؛ مګر خپل وطن خپل وطن وي» بېخي لکه دای چې د وطن لېونۍ وي.

 

کالم/ رنسانستان

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب