شنبه, مې 18, 2024
Homeداسې هم شتههانګ کانګ کې ښځینه روباټ سندرې هم وایي

هانګ کانګ کې ښځینه روباټ سندرې هم وایي

تاند ( شنبه، د حمل ۷ ) راپورونه وایي، هانګ کانګ کې د یوې سندرغاړې او د نقاشۍ د یوې پیاوړې انځورګرې په څېره کې یو ښځینه روباټ جوړ شوی دی.

اوس په نړۍ کې د روباټ جوړولو لړۍ بېخي ګرمه او په چټکۍ سره روانه ده.

دا چاره اوس په لویو مغازو، هوټلونو او شرکتونو کې د انسانانو د کمولو او د ټولنیز واټن د را منځته کولو په موخه ترسره کېږي.

د راپورونو په حواله، دا ښځینه روباټ اوس نه یوازې یو خدمتګار دی، بلکې سندرې هم وايي.

د معلوماتو پر بنیاد، دې ښځینه روباټ ته همدې هنرمندې سندرې ثبت کړي او بیا دا سندرې یاد ښځینه روباټ داسې حالت کې وايي چې د “لبسېنګ” تر څنګ فزیکي حرکتونه هم ورسره کوي.

یاده هنرمنده صوفیه وایي: ((زه هيله لرم چې خلک به د بشري مرستې سره زما د کار ستاینه وکړي او زه به په نورو نویو لارو کې کار وکړم.))

د معلوماتو له مخې، تر ټولو لا جالبه دا ده چې دې هنرمند یا نقاش روباټ په زړه پورې انځورګري هم تر سره کړې ده او دا انځورونه اوس د زیاتو پیسو په بدل کې خرڅلاو ته وړاندې شوي دي.

دا هنرمنده وایي؛ د دې روباټ لپاره یې د تېر ۲۰۱۶ کال راهیسې کار پیل کړی وو او اوس په دې وتوانېده، څو خپل هدف ته ورسېږي.

د یادونې وړ ده چې دا ښځینه روباټ خدمتګار ــ سندرغاړې او نقاش هم دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب