پنجشنبه, اکتوبر 3, 2024
Homeخبرونهمسؤلان: په افغانستان کې د اوبو د ۱۳ بندونو په جوړولو کار...

مسؤلان: په افغانستان کې د اوبو د ۱۳ بندونو په جوړولو کار روان دی، ژر به افتتاح شي

تاند (شنبه د حمل ۷) د افغانستان د اوبو د چارو د تنظیم ملي اداره وايي چې اوس مهال په دې هېواد کې د اوبو د ۱۳ بندونو په جوړولو کار روان دی او په پام کې ده چې ژر به افتتاح شي.

ددې ادارې ویاند نظام الدین خپلواک ویلي، هلمند کې پر کجکي، فراه کې پر بخش اباد، پکتیکا کې پلتو، غزني کې پر سلطان، زابل کې پر توري، کابل کې پر شاه او عروس، هرات کې پر پاشدان، بدخشان کې پر شورابک او ارزګان کې پر شفلوغ او سراب بندونو باندې د جوړونې چارې روانې دي.

د نوموړي په وینا چې کابل کې پر شاه توت بند کار نوی پیلیږي او د شاه او عروس او شورابک بندونو د جوړښت چارې مخ په ختمېدو دي.

د تېرې پنجشنبې په ورځ ددې ادارې له لوري په خپره شوې خبرپانه کې راغلي وو چې په هرات کې پاشدان د اوبو او برېښنا بند د ۲ میګاواټو برېښنا د تولید وړتیا لري. ۱۸ زره هکټاره ځمکه خړوبوي او ۵۴ میلیون متر مکعبه اوبه زیرمه کولی شي.

ولسمشر: نور ګاونډیانو ته وړیا اوبه نه شته، یا به پیسې راکوي یا تېل

د پاشدان بند د جوړولو چارې په ۱۳۹۰ کال کې پیل شوې وې او مسؤلینو ویلي وو چې د درې کلونو په اوږدو کې به افتتاح شي، خو د بیلابېلو لاملونه له کبله تر اوسه نه دی بشپړ شوی.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر محمد اشرف غني درې ورځې مخکې نیمروز ولایت کې د کمال خان بند پرانسته وکړه او ویې ویل، چې نور د افغانستان اوبه چاته مفتې نه ورکوي او په وینا یې که ایران د دواړو هېوادونو د هوکړې نه ډېرې اوبه غواړي افغانستان ته دې په بدل کې تېل ورکړي.

ولسمشر: نور ګاونډیانو ته وړیا اوبه نه شته، یا به پیسې راکوي یا تېل

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب