یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهملي امنیت: ننګرهار کې د داعش د هدفي وژنو غړی عربستان مشهور...

ملي امنیت: ننګرهار کې د داعش د هدفي وژنو غړی عربستان مشهور په سعودي ونیول شو

تاند (شنبه د حمل ۷) د افغانستان په ختیځ ننګرهار ولایت کې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د داعش دوه غړي وژلي او پنځه نور یې ژوندي نیولي دي.

د ملي امنیت ۰۲ قطعې نن شنبه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، ځانګړو ځواکونو تېره شپه د ننګرهار ولایت د غني خېلو ولسوالۍ د ۲۷مې ویالې په سیمه کې شپني عملیات ترسره کړل چې په پایله کې یې د داعش دوه غړي ووژل شول او پنځه نور یې ژوندي ونیول شول.

په خبرپاڼه کې راغلي، په نیول شویو کسانو کې د داعش د عربستان مشهور په سعودي او د نعیم الله په نومونو کسان هم شامل دي چې عربستان هدفي وژنې کولې او نعیم ورته زمینه برابروله.

ملي امنیت زیاته کړې، په دې عملیاتو کې یو راکټ، یو کلاشنکوف، دوه لاسي بمونه او یوه تومانچه هم د ملي امنیت ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې په دې عملیاتو کې د ملي امنیت ځواکونو او ملکیانو ته کوم زیان نه دی رسېدلی.

د یادونې ده چې تر دې مخکې پر کابل پوهنتون د برید اصلي طراح هم په دغه ولایت کې نیول شوی و.

ملي امنیت پر کابل پوهنتون د ډله ‌ییز برید د یوه بل طراح د نیول کېدو خبر ورکړ

د یو بل خبر له مخې د کورنیو چارو وزارت په کابل ښار کې د داعش ډلې د یوه غړي د نیول کېدو خبر ورکوي.

یاد وزارت نن شنبه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د کابل ښار د اتمې ناحیې په اړوند سیمو کې عملیات کړي، چې په ترڅ کې يې د داعش ډلې یو غړی له وسلو او نظامي تجهیزاتو سره یو ځای نیول شوی دی.

یاد وزارت ویلي چې د دې ترڅنګ د لوګر ولایت په محمداغه ولسوالۍ کې هم د طالبانو د وسلو او چاودېدونکو توکو یوه زېرمه کشف او ترلاسه شوې ده.

د کورنیو چارو وزارت ویلي، له یادې زېرمې څخه د څو کلاشینکوفونو په ګډون توغندي، د سړک غاړې ماینونه او نظامي تجهیزات هم ترلاسه شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب