سه شنبه, مې 7, 2024
Homeخبرونهسرچینې: هلمند کې د سنګین د امنیه قوماندان په ګډون لس سرتیري...

سرچینې: هلمند کې د سنګین د امنیه قوماندان په ګډون لس سرتیري وژل شوي

تاند (شنبه د حمل ۷) په هلمند کې د وسله والو طالبانو په یوه برید کې د سنګین ولسوالۍ امنیه قومندان وژل شوی دی.

ځایي سرچینو رسنیو ته ویلي، تېره شپه لښکرګاه ښار ته نږدې د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه شوې، چې له امله یې د سنګین ولسوالۍ د امنیه قوماندان په ګډون لس سرتیري وژل شوي دي.

خو یو شمېر سرچینې بیا وایي چې امنیه قوماندان د طالبانو د یوه نفوذي کس له خوا وژل شوی دی.

د هلمند امنیتي مسؤلان رسنیو سره په خبرو کې د سنګین ولسوالۍ د امنیه قوماندان وژل کېدل تایید کړي، خو د نښتې په هکله یې څه نه دي ویلي.

بله خوا د هلمند د امنیه قوماندانۍ ویاند دوهم څارن محمد زمان همدرد ویلي چې وسله والو طالبانو تېره شپه ناوخته د سنګین ولسوالۍ د شاهرا پر قرارګاه ډله ییزه حمله کړې چې په نتیجه کې د سنګین امنیه قوماندان عبدالمحمد سروري د خپلو دوو ساتونکو سره وژل شوی او دوه تنه پولیس ټپیان شوي دي.

د همدرد په وینا د پولیسو د مقاومت په نتیجه کې پنځلس وسله وال وژل شوي او اووه نور ټپیان شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې هکله کوم څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب