شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهحمدالله محب: د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره به کورنیو جګړو ته...

حمدالله محب: د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره به کورنیو جګړو ته لاره هواره شي

تاند (شنبه د حوت ۷) د افغانستان د ملي امنیت سلاکار وایي چې د امریکایي ځواکونو وتل به افغانستان یو ځل بیا کورنیو جګړو ته بوځي.

حمدالله محب نن په کابل کې یوې امنیتي ناستې ته په خبرو کې وویل، که څه هم افغان ځواکونه په یوازې ځان د خپلې خاورې د ساتنې وړتیا لري، خو ټینګار یې وکړ چې د بهرنیو سرتېرو وتلو سره، لرې نه ده چې افغانستان یو ځل بیا کورنیو جګړو کې ښکېل شي.

ښاغلي محب د طالبانو له لوري روان تاوتریخوالي ته په اشارې وویل، د افغانستان دولت سولې ته ژمن دی، خو په خبره یې چې طالبان سوله نه غواړي او ورځ تر بلې د افغانانو پر وړاندې خپلې جګړې ته زور ورکوي.

نوموړي زیاته کړه، دوی د ترکیې ناستې ته پر چمتوالي بوخت دي.

د حمدالله محب په خبره چې حکومت طالبانو ته کومه طرحه نه ده وړاندې کړې، خو ټوله هڅه یې دا ده چې افغانستان تلپاتې او باعزته سولې ته ورسوي.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار د خپلو خبرو پر دوام یو ځل بیا په طالبانو غږ وکړ چې د تاوتریخوالي پر ځای دې د سولې لپاره خپلې هڅې چټکې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر جوبایډن ويلي، ښايي د مې مياشتې تر لومړۍ نېټې پورې امريکايي ځواکونه له افغانستانه ونه وځي، خو طالبان وایي، امریکایي ځواکونه دې تر ټاکلې نېټې له افغانستانه ووځي.

طالبانو په یوه اعلامیه کې خبر ورکړی چې که د دوحې له تړون سره سم، ټول بهرني ځواکونه په ټاکلي وخت له افغانستان څخه ونه وځي، دا به د تړون نقض وي او طالبان به یې پر وړاندې خپلې وسله والې مبارزې ته دوام ورکړي.

طالبانو ټینګار کړی چې امریکا سره دوحه کې د ترسره شوي تړون ټولې مادې یې عملي کړي او له امریکا هم غواړي څو یاد تړون ته ژمنه پاتې شي.

ولسمشر جوبایډن ورمه ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل، تخنیکي دلایل سبب کېږي چې امریکايي پوځیان د مې تر لومړۍ نېټې له افغانستانه ونه شي وتلای. ده لوژیستیکي ستونزو او په ناټو کې د امریکا د متحدانو یادونه هم وکړه.

تر دې وړاندې هم ګڼو امریکايي چارواکو او د کانګریس غړیو له افغانستانه مخکې تر دې چې په دې هیواد کې د سولې په هکله ډاډ ترلاسه شي د ځواکونو له ایستلو سره مخالفت کړی دی.

خو طالبانو ویلي چې ناټو او غړیو هېوادونو پاتې کېدل به افغانستان کې جګړې لا پسې ډېرې کړي او زیاتوي چې د دغې جګړې اصلي حل لار د دوحې تړون ته ژمن پاتې کېدل دي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب