جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهیاسین ضیاء: عليپور غل او لوټمار دی، هېڅوک دې ترې ملاتړ نه...

یاسین ضیاء: عليپور غل او لوټمار دی، هېڅوک دې ترې ملاتړ نه کوي

تاند (شنبه د حمل ۷) د افغانستان د ملي دفاع وزارت سرپرست جنرال یاسین ضیا وايي چې افغان ځواکونه له خپلې خاورې څخه ساتنې ته پوره چمتووالی لري، خو په وینا یې چې د نړیوالو مرستې یوه اړتیا ده.

ښاغلي ضیا چې نن یې په کابل کې یوې خبري ناستې ته خبرې کولې وویل، سره ددې چې افغان پوځ له خپل خاورې د ساتنې پوره وړتیا لري، خو ټینګار یې وکړ چې له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره بهرنۍ مرستې یوه اړتیا ده او دوی په دې برخه کې د نړیوالې ټولنې د همکاریو قدرداني کوي.

نوموړي د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، د میدان وردګ ولایت په بهسود ولسوالۍ کې یې د غیر مسؤل وسله وال علي ‌پور پر وړاندې عملیات روان دي او افغان ځواکونه هڅه کوي چې ملکیانو ته له زیان رسولو پرته نوموړی ونیسي.

یاسین ضیاء وویل، علي پور غل او لوټمار دی او په خبره یې چې هېڅوک بايد له يوه لوټمار او غله څخه ملاتړ ونه کړي.

نوموړي زیاته کړه چې هغه به ژر پیدا او د قانون منګولو ته وسپارل شي.

د افغانستان د ملي دفاع سرپرست په دې برخه کې د خلکو په همکارۍ ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې دې مسئلې ته دې څوک قومي رنګ نه ورکوي.

د یادونې ده چې د میدان وردګ په بهسود ولسوالۍ کې غیر مسؤل وسله وال علي پور څو ورځې مخکې د ملي اردو یوه څرخکه وویشته چې په دې پېښه کې د څلورو پیلوټانو په ګډون ۹ افغان پوځیان ووژل شول.

1 COMMENT

  1. علیپور نه یواځې غل او لوټمار دی ،بلکه د سلګونو بې ګناه انسانانو او د ملي اردو د منسوبینو قاتل هم دی. د علیپور ډله ملي نفاق او جنګ ته لمن وهي . هرڅوک چې د غلواو قاتلینو ملاتړ کوي ، په حقیقت کې په ټولو جنایتونو کې له علي پور سره شریک دی. د هغه ملاتړي او تبلیغ کوونکي باید د دولت له خوا وپېژندل شي او مجازات شي .
    ترحم بر پلنګ تیز دندان
    ستمګاري بود بر ګوسفندان
    سعدی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب