جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهروسیه: د امریکایي ځواکونو پاتې کېدل، سولې ته ګواښ دی

روسیه: د امریکایي ځواکونو پاتې کېدل، سولې ته ګواښ دی

تاند(شنبه، د حمل ۷) د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف وایي چې په افغانستان کې به د امریکایي ځواکونو حضور د سولې پروسه له جدي ننګونو سره مخ کړي خو د ده په خبره، دا بهیر به هیڅکله ونه درېږي.

کابلوف د امریکا د ولسمشر جو بایډن د څرګندونو غبرګون کې ویلي، چې که چېرته امریکایي سرتېري په ټاکلې نېټه له افغانستان څخه ونه وځي نو د سولې پروسه به یو ځل بیا ټکنۍ او له خطرونو سره مخ شي.

هغه زیاته کړې، امریکایي لوری باید د افغان ستونزې حل په ډیپلوماسي کې ولټوي او په دغه هېواد کې د تلپاتې سولې ټینګښت لپاره خپل سرتېري په ټاکلې نېټه له افغانستان څخه وباسي.

روسیه دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې جو بایډن په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي چې د مې تر لومړۍ نیټې له افغانستان څخه د امریکایي سرتېرو وتل غیر ممکن دی خو ټینګار یې کړی دی چې دوی به تر ډېرې مودې په دغه هېواد کې پاتې نه شي.

په ورته وخت کې طالبانو هم د بایډن دې څرګندونو ته توند غبرګون ښودلی او زیاته کړې یې ده چې که چېرته امریکایي سرتېري په ټاکلې نېټه له افغانستان څخه ونه وځي نو دوی به یې په نښه کړي.

د یادونې ده چې تېره ورځ د جرمني پارلمان هغه طرحه تصویب کړه چې له مخې یې د دغه هېواد پوځیان د راتلونکي ۲۰۲۲ کال تر جنورۍ ۳۱ افغانستان کې پاتې کېږي.

جرمني دا مهال افغانستان کې تر ۱۳۰۰ سرتېري لري.

1 COMMENT

  1. کابلوف ته : له موره میره مهربانه شوه . تاسو کله د افغانستان خیر غوښتی دی ؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب