پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهکندهار: طالبانو پر ارغستان ولسوالۍ برید کړی

کندهار: طالبانو پر ارغستان ولسوالۍ برید کړی

تاند(شنبه، د حمل ۷) وسله‌والو طالبانو نن له غرمې مخکې د کندهار ولایت د ارغستان ولسوالۍ پر مرکز لومړی دوه موټربمونو ته چاودنه ورکړه او وروسته یې وسله‌وال برید پرې وکړ.

کندهار کې امنیتي سرچینې وايي، د طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ جګړه لا هم روانه ده او په وینا یې تراوسه درې پولیس وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.

په ورته وخت کې د کندهار د امنیه قومندانۍ د امنیت امر غورځنګ افریدی وایي، لومړی او دویم موټربم برید د ولسوالۍ پر ودانۍ وشو او وروسته د طالبانو او امنیتي سرتېرو ترمنځ نښته پیل شوه چې لا هم دوام لري.

نوموړي دغه راز زیاته کړه، په دې چاودنو او نښتو کې دواړو لوریو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده او دقیقه شمېره یې نه ده یاده کړې.

وسله‌والو طالبانو هم د یاد برید مسوولیت منلی او امنیتي ځواکونو ته یې د درنې مرګ‌ ژوبلې اړولو خبره کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

افغانستان هم پروین لري!

نقیب احمد قریشي که خدای د هنرونو په ټاټوبي هندوستان کي پروین اترت پیدا کړې ده، خو پاکستان هم پروین شاکر لري، که څښتن تعالی...