دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهعامې روغتیا وزارت: له ۵۰ زرو ډېرو هېوادوالو ته د کرونا واکسین...

عامې روغتیا وزارت: له ۵۰ زرو ډېرو هېوادوالو ته د کرونا واکسین تطبیق شوي

تاند ( شنبه، د حمل ۷ ) د عامې روغتیا وزارت مسوولین وايي، هیواد کې د کرونا ضد واکسین له پیله تر دا مهاله ۵۰۳۰۹ امنیتي سرتیري، روغتیايي کار کوونکي، د رسنیو کار کوونکي او ښوونکي واکسین شوي دي.

د دغه وزارت ویاند ډاکتر میرویس افضلي نن په کابل کې خبریالانو ته وویل چې له یادو کسانو څخه څه باندې ۴۵۸۰۰ یې روغتیايي کار کوونکي او څه باندې ۱۲۰۰ یې د رسنیو کار کوونکي دي.

د نوموړي په وینا، افغان امنیتي ځواکونو ته هم د کرونا ضد واکسین لګولو بهیر پيل شوی او په لړ کې یې تر اوسه زرګونه کسان واکسین شوي دي.

هغه دغه راز زیاته کړه چې روغتیا وزارت په دې وروستیو کې په ښوونځیو کې د کرونا واکسین د تطبیق بهیر هم پيل کړی چې په وینا یې تر اوسه په ۲۹ ولایتونو کې ۳۲۴۷ ښوونکي واکسین شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې هېواد کې د کرونا ویروس ضد واکسین د تطبیق بهیر د تېر کال د کب میاشتې پر پنځمه نېټه پيل شو.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، د کرونا ویروس له خپرېدو څخه تر دا مهاله په افغانستان کې ۵۶۲۹۴ تنه په کرونا ویروس اخته شوي دي،۲۴۷۰ کسان ورڅخه مړه شوي او شااوخوا ۵۰زره نور کسان ورڅخه جوړ شوي دي.

کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پیدا شو.

د امریکا د جانس هاپګینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر دا مهاله په نړۍ کې څه باندې دوه میلیونه کسان له کرونا ویروس څخه مړه شوي دي او څه باندې سل میلیون کسان په کرونا ویروس اخته شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب