تاند (سې شنبه، چنګاښ/ سرطان ۳۰ مه) د حیبرپښتونخوا د خیبر ولسوالۍ د لنډي کوتل تحصیل د نکي خېل په سیمه کې د ناڅاپي سېل له امله د یوې افغانې کورنۍ موټر اوبو یووړ. په موټر کې ټولټال ۱۶ کسان سپاره وو، چې له ډلې یې ۱۳ تنه په خوندي ډول وژغورل شول، خو یوه ښځه، یو ماشوم او یو سړی مړه شول.
پاکستاني رسنیو نن راپور ورکړ چې د دغه هیواد د ژغورنې ادارې (ریسکیو ۱۱۲۲) ویلي، د پېښې د خبر له ترلاسه کولو سره سم یې د لټون او ژغورنې عملیات پیل کړل او ۱۳ کسان یې خوندي ځای ته ولېږدول. وروسته د دوامداره عملیاتو په ترڅ کې د درېیو تنو جسدونه هم وموندل شول.
د ژغورنې ادارې چارواکو زیانمنه کورنۍ د لومړنیو طبي مرستو، خوړو او نورو اړینو اسانتیاوو د برابرولو لپاره د حمزه بابا کمپ ته ولېږدوله او د مړو کسانو جسدونه هم همدغه کمپ ته انتقال کړل.
راپور وايي، د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې (PDMA) په همکارۍ د مړو لپاره تابوتونه او نور لازم وسایل برابر شول. همدارنګه په پېښور کې د افغانستان د قونسلګرۍ په همکارۍ د اړینو قانوني او سفري اسنادو چارې بشپړې شوې.
وروسته د خیبر ولسوالۍ ادارې، د لنډي کوتل د مرستیال کمېشنر انعام الله وزیر تر څارنې لاندې، د درېیو افغانانو جسدونه په تورخم کې افغان چارواکو او د هغوی خپلوانو ته وسپارل.
د کورنۍ ۱۳ ژغورل شوي غړي هم تورخم ته ولېږدول شول، چې هلته د افغان چارواکو په امبولانسونو کې مړي له صفري نقطې څخه افغانستان ته انتقال کړل.
د هوا پېژندنې ادارې اټکل کړی چې د افغانستان د یو شمېر ولایتونو په څېر به نن هم په پېښور او شاوخوا سیمو کې باران واوري.