Homeخبرونهپه نورستان کې لا هم لږ تر لږه ۱۰۰ بې درکه دي،...

په نورستان کې لا هم لږ تر لږه ۱۰۰ بې درکه دي، باران د ژغورنې عملیاتو ته خنډ پېښ کړی

 په نورستان کې د ژغورنې عملیات له کړاوونو سره سره روان دي؛ لږ تر لږه ۲۳ تنه مړه او تر ۱۰۰ ډېر کسان لا هم ورک دي

تاند (سې شنبه، د چنګاښ/ سرطان ۳۰ مه) په نورستان ولایت کې د ژغورنې ډلې د سې شنبې په ورځ هم سره له دې چې باران اوري د ژوندي پاتې شویو او د مړو کسانو د موندلو عملیاتو ته دوام ورکوي. په دې ولایت کې په هغه ناڅاپي سېل کې، چې پرون (دوشنبې) د ماسپښین په درې بجې راغی، لږ تر لږه ۲۳ کسان مړه شوي او له ۱۰۰ څخه ډېر کسان لا هم ورک دي.

د افغانستان د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې (ANDMA) ویلي، د سېلونو له امله لږ تر لږه ۸۰ کسان ټپیان شوي او نامعلوم شمېر کورونه او ودانۍ نړېدلې دي. د ولایت مرکز پارون ښار هم په زیانمن شویو سیمو کې شامل دی.

چارواکي وايي، د ژغورنې او لټون عملیات لا هم روان دي او وېره شته چې د مړو شمېر به نور هم زیات شي، ځکه د ژغورنې ډلې د نړېدلو کورونو تر کنډوالو لاندې د خلکو په لټه کې دي.

په همدې حال کې، د افغانستان د هواپېژندنې ادارې خبرداری ورکړی چې په راتلونکو ورځو کې به د هېواد په ۱۰ ولایتونو کې سخت بارانونه، تندر، قوي بادونه او د نورو ناڅاپي سېلابونو احتمال موجود وي.

چارواکو له خلکو غوښتي چې د سیندونو له غاړو او هغو سیمو څخه چې د سېلابونو له خطر سره مخ دي، لرې شي.

 د فرانس پریس خبریال وايي، په سېل ځپلې سیمه کې یې هوايي ډزې واورېدې او ورته وویل شول چې دا ډزې د دې لپاره کېږي چې خلکو ته خبرداری ورکړل شي چې نور سېلونه هم راځي او ځانونه خوندي ځایونو ته ورسوي.

افغانستان د نړۍ له هغو هېوادونو څخه دی چې د سختو اقلیمي پېښو پر وړاندې ډېر زیان‌من دی. په دغه هېواد کې د درنو بارانونو او د واورو د ویلې کېدو له امله هر کال ناڅاپي سېلونه رامنځته کېږي.

په وروستیو کلونو کې افغانستان څو ځله د مرګونو طبیعي پېښو شاهد پاتې شوی دی. د ۲۰۲۴ کال د پسرلي سېلونو له امله تر ۳۰۰ ډېر کسان مړه شول، او د روان کال په لومړیو کې د سېلونو او ځمکې ښوېدنو له کبله لږ تر لږه ۱۱۰ کسان مړه شول.

کارپوهان وایي، د دغو طبیعي پېښو اغېزې د څو لسیزو جګړو، کمزوري بنسټیزو تاسیساتو، د ځنګلونو له منځه تلو، اقتصادي ستونزو او د اقلیمي بدلون له امله لا پسې زیاتې شوې دي. په ځانګړې توګه، د غرنیو او لرې پرتو سیمو ډېری خلک په خټینو کورونو کې اوسي، چې د سېلونو او ځمکې ښوېدنو پر مهال د نړېدو لوړ خطر لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ژوند کیسه مې لا نه ده تمامه…| سردارولي الکوزی

دوهم فصل: د جګړې په لمبو کې زېږېدلی ماشوم د انسان ژوند که هر څومره لنډ ښکاري، خو له دومره خاطرو او پېښو ډک وي...