Homeخبرونهراشدخان پر نړیوالو بنسټونو غږ کړی چې، د نورستان سېلاب ځپلو سره...

راشدخان پر نړیوالو بنسټونو غږ کړی چې، د نورستان سېلاب ځپلو سره مرسته وکړي

 تاند (سې شنبه د چنګاښ/سرطان ۳۰مه) د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي راشدخان د نورستان ولایت مرکز پارون کې د خونړیو سېلابونو او طوفان له امله له سېلاب ځپلو سره خواخوږي ښودلې.

هغه په یوه پیغام کې ویلي: «په ډېرې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د نورستان ولایت په مرکز پارون کې د سختو سېلابونو او طوفان له امله ګڼ شمېر هېوادوال شهیدان، ټپیان او بې درکه شوي دي، او خلکو ته درانه مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي.»

راشدخان د دې ستر ناورین له امله د مړو کورنیو ته تسلیت او ډاډګیرنه وړاندې کړې او ژوبلو ته یې د بېړنۍ روغتیا غوښتنه کړې ده.

هغه په خپل پوسټ کې د لادرکه کسانو د ژر تر ژره مونده کېدو غوښتنه هم کړې ده.

راشدخان پر ملي او نړیوالو موسسو غږ کړی چې، د نورستان له سېلاب ځپلو سره مرستې ته ژر ودانګي او هغوی ته لومړنۍ اسانتیاوې برابرې کړي.

هغه زیاته کړې:  «له ملي او نړیوالو مرستندویه بنسټونو، خیریه موسسو او ټولو شتمنو هېوادوالو څخه په درنښت غوښتنه کوو چې د نورستان د سېلاب ځپلو وروڼو او خویندو لاسنیوی وکړي، بیړنۍ بشري مرستې، خوراکي توکي، درمل، سرپناه او نور اړین امکانات ورته برابر کړي، ترڅو د دې ستر انساني ناورین اغېزې راکمې شي.»

تېره ورځ دوشنبه د نورستان پر مرکز پارون بازار تر باران وروسته سخت سېلاب راغی چې، له امله یې خلکو ته په زیاته اندازه مالي او ځاني زیانونه واوښتل.

په دې پېښه کې د مرګ ژوبلې وروستي رسمي ارقام وروستي شوي نه دي، خو تر دې دمه لږ تر لږه ۲۳ تنه مړه او تر ۱۰۰ ډېر کسان لا هم ورک دي.

 دغه راز د سېلونو له امله لږ تر لږه ۸۰ کسان ټپیان شوي او نامعلوم شمېر کورونه او ودانۍ نړېدلې دي. د ولایت مرکز پارون ښار هم په زیانمن شویو سیمو کې شامل دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ژوند کیسه مې لا نه ده تمامه…| سردارولي الکوزی

دوهم فصل: د جګړې په لمبو کې زېږېدلی ماشوم د انسان ژوند که هر څومره لنډ ښکاري، خو له دومره خاطرو او پېښو ډک وي...