Homeخبرونهپاکستان د مرکزي اسیا زون سیالیو کې د ګډون لپاره افغان لوبغاړو...

پاکستان د مرکزي اسیا زون سیالیو کې د ګډون لپاره افغان لوبغاړو ته وېزې ورنکړې

 تاند (سې شنبه د چنګاښ/سرطان ۳۰مه) د افغانستان والیبال ملي فدارسیون مسوولانو رسنیو ته ومنله چې، د افغانستان ملي لوبډله د پاکستان د ویزو نشتون له امله د مرکزي اسیا زون سیالیو کې له ګډون پاتې شوه.

دغه سیالۍ په پاکستان کې ترسره کېدلې.

یاد فدراسیون ویلي چې په کابل کې یې د پاکستان سفارت ته د ملي لوبغاړو د ویزو لپاره په مکرر ډول غوښتنلیکونه استولي خو مثبت ځواب یې نه دی ترلاسه کړی.

ټاکل شوې دغه لوبې سبا (چهارشنبه) د اسلام اباد په کوربتوب د شپږو هېوادونو په ګډون پیل شي خو افغان لوبډله به په کې ګډون ونه لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د «زاړه میرزایان او زلمي لیکوال» کتاب ته یوه کتنه

د کتاب نوم: زاړه میرزایان او زلمي لیکوال لیکوال: ملوک رغون خپرندوی: د افغانستان ملي تحریک، فرهنګي څانګه د چاپ کال: ۱۳۹۴ لمریز کال ـ ۲۰۱۵ میلادي...