Homeخبرونهفراه کې پر 1000 جریبه ځمکه ټرانسپورټي تمځای جوړېږي

فراه کې پر 1000 جریبه ځمکه ټرانسپورټي تمځای جوړېږي

 تاند (سې شنبه د چنګاښ/سرطان ۳۰مه) د فراه ولایت په ختیځ کې پر زر جریبه ځمکې د مسافرو او باروړونکو موټرو لپاره د یوه ستر او معیاري تمځای د جوړولو چارې پیل شوې>

د دغه تمځای د لومړي پړاو لګښت ۱۲۷ میلیون افغانۍ ښودل شوی دی.

افغانستان کې د طالبانو د حکومت د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارواکو ویلي، د دې پروژې له بشپړېدا سره به د مسافرو د تګ راتګ ستونزې راکمې، د باروړونکو موټرو لپاره به لازمې آسانتیاوې برابرې او د فراه ښار ټرافیکي ګڼه ګوڼه کمه شي.

د چارواکو د څرګندونو له مخې، دا تمځای د تېلو زېرمه، مسافرخونه، دوکانونه، اداري ودانۍ، جومات او شنه سیمه هم لري.

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت مالي او اداري مرستیال حافظ صدیق‌الله عابد د پروژې د پرانیستې پر مهال ویلي، چې فراه د سیمه‌ییزو لارو یو مهم مرکز دی او د دې تمځای جوړېدل به د ټرانسپورټي خدمتونو د ښه‌والي او اقتصادي فعالیتونو د پیاوړتیا لپاره مهم رول ولوبوي.

دغه تمځای د فراه هوايي ډګر ختیځ لوري کرجي سیمې ته نږدې جوړېږي، چې ۳۰۰ جریبه ځمکه یې د مسافرو موټرو او ۷۰۰ جریبه یې د باروړونکو موټرو لپاره ځانګړې شوې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

کترینه کیف د ۳۵۰۰ میلیون هندي روپیو د سینګار محصولات پلورلي

تاند (شنبه، د چنګاښ/ سرطان ۲۷ مه) د بالیووډ مخکښې اداکارې کترینه کیف له سینمايي بریاوو وروسته د سوداګرۍ په ډګر کې هم د...