تاند (سې شنبه، د چنګاښ/ سرطان ۳۰ مه) د افغانستان پخواني ولسمشر اشرف غني په نورستان ولایت کې د وروستیو مرګونو سېلونو په اړه د خواشینۍ په پیغام کې له غمځپلو کورنیو سره ژوره خواخوږي څرګنده کړې ده.
غني ویلي، د مرکزي نورستان د سېلونو په ناورین کې له زیانمن شویو خویندو، وروڼو او ماشومانو سره په دې درد او غم کې ځان شریک بولي. هغه د ټپیانو لپاره د عاجلې روغتیا، د مړو لپاره د جنت او د هغوی د کورنیو لپاره د زغم او صبر دعا کړې ده.
پخواني ولسمشر د پارون وروستۍ غمیزه، د کونړ له ویجاړوونکو سېلونو او زلزلو وروسته، په سیمه کې دوهمه ستره طبیعي فاجعه بللې او هیله یې څرګنده کړې چې هېوادوال، په ځانګړي ډول په بهر کې مېشت افغانان، د پخوا په څېر د نورستان له زیانمن شویو خلکو سره پراخې مرستې وکړي.
اشرف غني په خپل پیغام کې ټینګار کړی چې خلک حق لري له واکمنو وپوښتي چې له تېرو طبیعي پېښو څخه څه درسونه اخیستل شوي او ولې د نورستان د دې ناورین لپاره لازم چمتووالی نه و، نیول شوی.
هغه همدارنګه یادونه کړې چې په ۱۳۹۵ کال کې، کله چې پارون او شاوخوا سیمې د سختو واورو له توپان سره مخامخ شوې وې، دی د خلکو د مرستې لپاره سیمې ته ورغلی و، او ویلي یې دي چې له ملت سره ریښتینی تعهد باید د خلکو د خوښیو ترڅنګ، د هغوی په سختو ورځو کې هم څرګند شي.
غني د نورستان ستراتیژیک اهمیت ته په اشارې ویلي چې پارون یوازې ملي پارک او نورستان یوازې د سیاحت سیمه نه ده، بلکې له کونړ او بدخشان سره یو ځای د لیتیمو د مهمو زېرمو پر سر پروت دی. د هغه په وینا، د ده د حکومت په پلانونو کې د پارون پراختیا او له کونړ، بدخشان او وروسته له چین سره د نورستان نښلول شامل وو، څو دغه سیمه د سوداګرۍ په مهم دهلېز بدله او د خلکو اقتصادي وضعیت پیاوړی شي.
نوموړي اقلیمي بدلون او د ځنګلونو وهل هم د طبیعي ناورینونو د زیاتېدو مهم عوامل بللي او خبرداری یې ورکړی چې په کونړ او نورستان کې د ځنګلونو دوامداره وهل د راتلونکو فاجعو خطر زیاتوي. هغه ټینګار کړی چې د ونو د غیرقانوني وهلو د مخنیوي ترڅنګ باید هر کال په دغو سیمو کې په سلګونو زره نوې ونې کېښودل شي.
محترمه تاسو هم په خپله پاچاهي کي دداسي ناورین د مخنیوي کوم کار کړي چي اوس له نو رو داسي غوښتني کوي دا خو معلومه خبره چي له مسئولینو څخه ځپل شوي کورنۍ حق دکومک غوښتني لري. ټپوس داده چي ولي دداسي ناورینینو مخ نه نیول کیږي. دا قصرونه چي په کابل کي جوړ شوي که دا پیسي دداسي ناورین د مخ نیوي لپاره کاره ول شوي واۍ هم په زرهاوو خلکوته کار پیدا شوی واۍ ، هم به د ناورین مخه نیول شوي وای او هم به دا اوبه ډب شوي وای چي کروندي پري خړوبي شوي واۍ.
ستاسو خواخوږي د وږیو ، تږیو او ځپلو به څه په درد وخوري.