Homeخبرونههند لومړنی هیواد شو چې د نورستان سېل ځپلو ته یې بشري...

هند لومړنی هیواد شو چې د نورستان سېل ځپلو ته یې بشري مرستې ولېږلې

تاند (چهارشنبه، د چنګاښږ/ سرطان ۳۱ مه) د هند حکومت د نورستان ولایت د مرګونو سېلونو په نتیجه کې د زیانمن شویو کورنیو د ملاتړ لپاره افغانستان ته د بشري مرستو یوه جوپه استولې ده. په دغو مرستو کې خوراکي توکي او خېمې شاملې دي.

هند د دغو مرستو اندازه او مالي ارزښت نه دی اعلان کړی. خو تر دې وړاندې هم هند لومړنی هیواد و چې د کونړ زلزله ځپلو ته یې مرستې لېږلې وې.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند راندیر جیسوال د سې‌شنبې په ورځ په اېکسپاڼه (پخوانی ټویټر) کې لیکلي، دا مرستې د افغانستان د پېښو پر وړاندې د چمتووالي او مبارزې ملي ادارې ته سپارل شوې، څو  سېلاب ځپلو کورنیو ته یې وسپاري.

هغه د نورستان د سېلونو له قربانیانو سره خواخوږي څرګنده کړه او ویې ویل چې هند په دې سختو شرایطو کې د افغانستان د خلکو ترڅنګ ولاړ دی او خپلو بشري مرستو ته به دوام ورکړي.

د افغانستان له پېښو سره د مبارزې ادارې له ملګروملتو او نړیوالې ټولنې غوښتي چې د نورستان سېل ځپلو ته فوري مرستې ولېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پټي خزانې د مؤلف “محمدهوتک” مقبره د استاد محمدمعصوم هوتک په هڅو ورغول سوه

خبریال: غني حسن د پټي خزانې، د خلاصة‌الفصاحت او خلاصة‌الطب د مؤلف محمد هوتک مقبره، چي د زابل ولايت په سيوري ولسوالۍ کي واقع ده،...