Homeخبرونهاسترالیايي لوبغاړي، ډیوید وارنر د الکول څښلو جرم ومانه

استرالیايي لوبغاړي، ډیوید وارنر د الکول څښلو جرم ومانه

تاند (چهارشنبه، د چنګاښ/ سرطان ۳۱ مه) د اسټرالیا د کرکټ مشهور لوبغاړي ډېوېډ وارنر د الکول تر اغېز لاندې د موټر چلولو (Drink Driving) جرم منلی دی، او له همدې امله د سېډني تندر لوبډلې د کپتان په توګه یې راتلونکی له پوښتنې سره مخ شوی دی.

وارنر د چهارشنبې په ورځ د وېورلي سیمه‌ییزې محکمې ته حاضر نه شو، خو د هغه وکیل بابي هیل محکمې ته وویل چې نوموړي د ایسټر یکشنبې په ورځ د الکول تر اغېز لاندې د موټر چلولو د منځنۍ کچې (Mid-range Drink Driving) تور منلی دی.

وارنر د اپرېل په ۵مه، د سېډني ښار په ختیځه سیمه کې، د پولیسو له لوري ودرول شو او د الکولو ټیست یې ورڅخه واخیست.

وروسته هغه د ماروبرا پولیسو مرکز ته ولېږدول شو، چې هلته په دوهمه ازموینه کې د هغه د ساه د الکولو کچه ۰٫۱۰۴ ثبت شوه، چې د قانوني اجازې له حد څخه څه باندې دوه برابره لوړه ده.

د وارنر وکیل، بابي هیل، مخکې هم د مې میاشتې په لومړنۍ محکمې کې ویلي و چې موکل یې د دې تور په اړه د جرم منلو اراده لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

په «ليلا» سريال انتقادي نظر!!!| سپين روان نورزی

ښايي په تېرو پنځو کلونو کې دا زما لومړنی افغانی سريال وي چې مې وکتلو، خو په ليدو يې مجبور شوم چې د ټولنپوهنې...