تاند (چهارشنبه، د چنګاښ/ سرطان ۱۰ مه) د پاکستان هوايي بریدونو په تېرو اتو میاشتو کې په افغانستان کې تر ټولو ډېر زیان ملکي وګړو، په ځانګړې توګه ماشومانو ته اړولی دی.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت (یوناما) د څلورو راپورونو پر اساس، په دغو بریدونو کې تر ۲۳۰ ډېر ماشومان وژل شوي یا ټپیان شوي دي.
د یوناما د راپورونو له مخې، د ۲۰۲۵ کال د سپټمبر له ۳۰مې څخه د همدې کال د ډسمبر تر ۳۱مې پورې، لږ تر لږه ۲۵ ماشومان وژل شوي او ۳۵ نور ټپیان شوي دي. همداراز، د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ او مارچ ترمنځ، م د ۷۶۹ ملکي مرګژوبلو له ډلې ۱۶۷ قربانیان ماشومان دي، چې په کې ۹۵ نجونې او ۷۲ هلکان شامل دي.
د جون د ۱۰مې نېټې په بریدونو کې د وژل شویو او ټپیانو ډېره برخه ښځې او ماشومان وو. همداراز، د جولای د ۲۸مې په هوايي بریدونو کې، چې د افغانستان په درېیو ولایتونو کې ترسره شول، ښځې او ماشومان هم د قربانیانو په ډله کې وو.
د یوناما د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۵ کال د سپټمبر له ۳۰مې څخه د ډسمبر تر ۳۱مې پورې، د پاکستان پوځ ته په منسوبو بریدونو د افغانستان لږ تر لږه نهه ولایتونه، کابل، کونړ، نورستان، ننګرهار، خوست، پکتیا، پکتیکا، هلمند او کندهار، اغېزمن کړي دي. په دغو بریدونو کې له ۱۴۰۰ څخه ډېر ملکي وګړي وژل شوي یا ټپیان شوي، چې ماشومان یې تر ټولو زیانمنه ډله وه.
د بشري حقونو ډېری سازمانونو دا بریدونه غندلي او د بریدونو او د پاکستان د احتمالي جنګي جرمونو د پلټنې غوښتنه یې کړې ده.
د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق (یونیسف) هم پر ماشومانو د دغو بریدونو د اغېزو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او له ټولو ښکېلو خواوو یې غوښتي چې د نړیوال بشري قانون له مخې د ملکي وګړو د ساتنې په اړه خپلو مکلفیتونو ته ژمن پاتې شي.
سره له دې چې نړیوالې ټولنې په وار وار د پاکستان بریدونه غندلي او له اسلاماباد څخه یې د نړیوالو قوانینو د رعایت غوښتنه کړې، خو د راپور له مخې، پاکستان لا هم پر ملکي وګړو خپلو بریدونو ته دوام ورکړی دی.