Home+له لوړو- ژورو سره یوځای حکومتولي او دافغانانو د اووه سوه کلنې...

له لوړو- ژورو سره یوځای حکومتولي او دافغانانو د اووه سوه کلنې حکومتولی پړاوونه او تجربه

پوهاند دودیال

(د یوه نوی نښېر لنډه پېژندنه)

دغو ورځو کې د امازون له لارې د افغانستان د تاریخ وروستیو اووه-اته سوه کلنو حاکمیتونو او په دئ ټوله سیمه کې د حکومتولي، اداري چارو، اقتصادی لومړنیو تدابیرو، مالي سیستمونو او حقوقی او نظامی چارو د بنسټ ایښودو په اړه یو په زړه پورې کتاب خپور شو. دغه نښېر ښاغلی دوکتور نوراحمد خالدي د (The Pashtun School or Statecraft)  “د پښتنو د دولتدارۍ ښوونځی”  تر عنوان لاندې د سلګونو معتبرو اخځونو په ژباړه، څیړنه، مقایسه او تحلیلي تحقیق سره چمتو اوخپور کړ. د کتاب لنډیز د تاریخ او ټولنیزو پوهنو د استادانو او څېړونکو په محضر کې د یوه علمي سیمینار په ترڅ کې پرزنت شو. دا یو بکر ریسرچ دی چې نه یواځې له هندوستان تر اوسني افغانستان، آذربایجان او د ایران ډېرو برخو پورې یې حکومتولي تحلیل کړې ده، بلکې کرونولوژیک سیاسي او ټولنیز اصلاحات او پړاوونه یې ښودلي دي. دغه کتاب په پیل کې اصطلاحات او دهغو شرح هم لري. اصطلاحات د بشرشناسی، ټولنپوهنې او تاریخ په اړه دي، په زړه پورې مسایل یې هغه نقشې او جغرافیاوي سیمې او دهغو تاریخی نومونه دي، چې له یوولسمې پیړۍ رادیخوا څومره بدلونو سره مخامخ شوي دي.

دغه نښېر د څه دپاسه اووه سوه کلونو راهیسې اداري سیستم او د حکومتولي یوه اوږده تجربه راښيي چې لرغونو وختونو کې زموږ د ټاټوبي او ځینو تاریخي دورو کې د ننني افغانستان په شمول او شاوخوا، د پښتنو په لاس د لومړنیو دولتونو د جوړولو بنسټونه او زړي څرګند او مستند کوي. مخکې له دې نښېر څخه له خلجیانو، لودیانو، تر سوریانو، هوتکیانو او بیا تر دُرانیانو دغه پرله پسې لړۍ یو له بل سره د تړلیو کړیو په توګه نه وه ښودل شوی. لویدیزولیکوالو(په تېره بیا انګریزانو) هره دوره په مقطعی ډول پرته له دی چی د یو ټولیز تسلسل په توګه تشریح کړي، هغه یې جلا جلا په خپله استعماري، تفرقه اچوونکی او مغرضانه بڼه لیکلې، چې لوستل یې تاریخ څېړونکو ته قناعت بخشه نده، خو د دغه نوي اوسنی کتاب ( The Pashtun School or Statecraft)  مسایل د تسلسل لرونکي او پوره وضاحت ورکوونکي دي. ارواښاد م.غ.م. غبار له ویلیام جان کی تر کپیتان ملکم، مکناتن، دیویدجونز، الفنستن، مستر کیمپل،… فریزرتتلر پورې د انګریزانو د سیاسی او نظامی څیرو درواغ او دوکه ښودلې، ورسره یې  د تاریخ د منحرف کولو موضوعات د خپل کتاب( افغانستان در مسیرتاریخ) له ۴۱۱مخ وروسته د (سیاست انګلیس) تر سرلیک لاندې، ډېر ښه بیان کړي دي. له۴۴۴مخ څخه وروسته یې د (ولسی سیستم) د تشریح په ترڅ کې د انګلیسانو استعماری تلاشونه له اروپا نیولې تر آسیا څرګند کړي دي، ورسره یې د ناوړه تبلیغاتو او له سپکاوي د ډکو لیکنو موضوع هم روښانه کړې ده. په ۴۶۸ مخ کې یې د(واما روش ادبی و تبلیغاتی انګلیس نسبت به افغانستان) عنوان لاندې د دوی تحریفوونکی لیکنی یوه یوه ښودلې ده.

د (The Pashtun School or Statecraft) عنوان لاندې په دغه څېړنه کې تېر عمدي انحرافات اصلاح شوي دي. دغه نښیر راښيي چې په یوپراخه وربوی کې د افغانانو په لاس دپردیو او غربي استعمارګرانو په وړاندې د مستقل دولت د تشکیل کلونه میلادي یوولسمې او دولسمې پیړۍ ته ورګرځي. د دغه کتاب په لوستلو سره موږ خبریږو چې د دولتداري دغه سبک (ښوونځي) شرقی روح سره سمون درلود. د معاصرې اداری زړي اصلاً همدغو کلونو کې وکرل شول.

د اقتصاد او د عامه ادارې د پوهنځیو محصلانوته به دا ډېره په زړه پورې وي چې د معاصرې ادارې د بنسټ په توګه د شیرشاه سوري(فرید) دوره وپېژني.  سوري دولت یوه لومړنۍ متمرکزه او بروکراتیکه اداره وه چې حرفوی بڼه یې لرله. په دغه دوره کې دهغی لویې تجارتی لارې ایستل جالبه خبره ده چی د هند له ختیځ بنګال او بیا تر شاماتو او د مدیترانې تر غاړو نقشه شوې وه او د هرې یوې ورځې مزل په واټن کی کاروانسرایونه چی د مسافرو او سوداګرو لپاره یی آسانتیاوې لرلې، دا هماغه تګلوری دی چې اوس ورته (د ورېښمو لاره) وایي. له سیاسی پلوه شیرشاه د ملت جوړونې باني دی.

د دې نوې څیړنې په لوستلو سره دا موندلای شو چې په اتلسمه پیړۍ کې د احمدشاه بابا په لاس د یوې پیاوړې امپراتوري جوړېدل د اووه سوه کلونو حکومتولۍ او تجاربو پایله وه، نه کوم تصادف.

متاسفانه د علمی تاریخ لیکنی د اصولو برخلاف ؛ د ډېر وخت لپاره د هند په نیمه وچه کې د افغان واکمنو په لاس او تدبیر جوړ شوې اداري – سیاسي تشکیل او حاکمیت، دهغو اجراات او اداري ونډه په عامه تاریخ لیکنه کې څنډې ته وړل شوې، ځینې وخت ورڅخه ناسم تعبیر شوی یا هم پوره توضیح شوې نه دی، خو لومړی ځل ارواښاد غبار او بیا دادی په تفصیل او جزئیاتو په دی کتاب کی د لویدیزوالو؛ په تېره د انرګریزانو مغرضانه غلطی اصلاح او د افغانانو د ژوند پر حالاتو رڼا اچول شوې ده.

د دوکتور نور احمد خالدي دغه څېړنیز نښېر چې له زیات شمیر موثقو او معتبرو منابعو څخه پکې استفاده شوې، یو کره او دقیق تحلیل ښکاره کوي. دغه کتاب په سیمه کې له ډېر پخوا څخه د سیاسي جوړښت او لومړني دولت جوړونې شواهد وړاندې کوي چې یو شمېر سطحي برداشتونه او ناسم تعبیرونه اصلاح کوي. کله چې دغه په زړه پورې کتاب لولو، په کرونولوژیک ډول زموږ د نیکونو هغه رول او ونډه ښکاره کوي چې د خپل وخت له ابتدایي حکومتولۍ څخه یې تر معاصر وخت پورې ترسره کړې ده. د حکومتولي سالم- وګړنیز سیستم او جوړښت له هندوستان تر اذربایجان او د ماوراالنهر له څنډو د کاشان او کاشغر تر څنډو الهام بخښونکی نظام و. د غزنویانو د حاکمیت او سیاسی زړي له زرغونیدو بیا د سوریانو تر واکمن کېدو پورې د تکاملي بهیر شرح د دی کتاب په زړه پورې برخه ده.

په ټوله کې، تمدن د بشري ټولنې د تکامل، تنظیم او لوړتیا یو جامع مفهوم دی چې هم لغوي او هم اصطلاحي بُعد لري. د دې کلمې لغوي ریښه د استوګنې، مېشت‌والي او ښار سره تړلې ده، خو اصطلاحي مانا یې تر دې ډېره پراخه ده او د اخلاقو، قانون، کلتور، ساینس او حکومتولۍ پرمختللی حالت رانغاړي. د ابن خلدون او ټاینبي نظریات څرګندوي چې تمدن یا د ټولنیز تحول د دوراني بهیر نتیجه ده او یا د ننګونو پر وړاندې د انسان د خلاق غبرګون حاصل. همدارنګه د تمدنونو د منشا په اړه نظریات موږ دې پایلې ته رسوي چې تمدنونه یا له یوې سرچینې خپاره شوي او یا په بېلابېلو سیمو کې په خپلواک ډول راټوکېدلي دي.

له دې ټولو بحثونو څخه څرګندېږي چې تمدن یوازې مادي پرمختګ نه، بلکې د انساني ارزښتونو، فکري سازمان او ټولنیز نظم یو ګډ جوړښت دی. نو ځکه د تمدن مطالعه د انسان د تاریخي حرکت، ټولنیز شعور او کلتوري ودې د درک لپاره بنسټیز اهمیت لري.

دا کتاب یواځې د تېر مهال مستند ثبت نه دی،  بلکې د هغه  “اداريDNA “ بنسټیز پوهاوی دی چې وروسته بیا ورڅخه د هوتکیانو او دُرانیانو د دولت جوړونې هڅې اغیزمنې شوي دي. موږ باور لرو چې دا څېړنه د افغان تاریخ پوهنې او د ځوان کول د تاریخي ثقه معلوماتو لپاره یوه پیاوړې زیرمه او سرچینه ده. دغه اثر د تاریخ او عامه ادارې  د څانګې زده کوونکو او څېړونکو لپاره د پښتني سیاسي دود  یو بشپړ شالید وړاندې کوي چې له ځینو عاجلو لیکل شویو او مصنوعي- تحریف شویو دوره بندیو سره چی دغه بهیر یې په غیرعادلانه ډول ټوټه ټوټه شوی ښودلی، توپیر لري او تیاره ګوټونه روښانه کوي. دا کتاب د معاصرو تاریخ لیکونکو لپاره یو هڅوونکی اثر او معتبر اخځ دی. زموږ هیله دا  ده چې دا  کار به د آریانا او خراسان د تمدنونو په اړه نورو څېړنو ته لاره هواره او د نویو تحلیلونو لپاره به څیړونکي هغو حقایقو ته ځیر کړي، کوم چې زموږ په ګډ افغاني تاریخ کې عیناً پېښ او منعکس شوي دي. افسوس چې شاتګپالو د استعمار په سیده ملاتړ دغه دوره کې ډېرې ستونزې او خنډونه هم پېښ کړل، خو افغانستان به د یوه تاریخی هېواد او افغان ملت به د یو واحد ملت په توګه په دغو ټولو ستونزو بری مومي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

هنر، زیبایی و رموز هنر و زیبایی | پوهاند دودیال

(قسمت چهارم) در افغانستان بار بار تجربه شد که اعمال و اقدامات خلاف عُرف و کلتور عکس االعمل شدید را به بار آورده است. اما...