Homeخبرونهکرکټ: نن چهارشنبه د افغانستان ستر کورنی لیګ « شپږیزه » پيلېږي

کرکټ: نن چهارشنبه د افغانستان ستر کورنی لیګ « شپږیزه » پيلېږي

تاند (چهارشنبه د چنګاښ/سرطان ۱۰مه) د افغانستان کرکټ بورډ وایي، نن چهارشنبه د افغانستان تر ټولو ستر کورنی لیګ « شپږیزه لیګ پيلېږي.

دا د شپږیزې یوولسم پړاو دی چې، په لومړي ځل په خوست ولایت کې ترسره کېږي.

لومړنۍ لوبه د آمو نهنګانو او بند امیرښامارانو ترمنځ ده، چې آمو لوبډله پکې دفاعي لوبډله ده، ځکه تېر پړاو اتلولي دوی ګټلې ده.

دغه لوبه د سهار په ۹ بجو پیلېږي.

کرکټ بورډ وایي، دې لوبو ته په رحمت ولي مسرور کرکټ لوبغالي کې بشپړ چمتووالی نیول شوی او د لوبغاړو ترڅنګ نندارچیانو ته هم لازمې اسانتیاوې برابرې شوې دي.

کرکټ بورډ له عامو افغانانو په ځانګړي ډول له خوست مېشتو غوښتي چې، په خپل راتګ سره دغه لوبې او لوبغالی لا رنګین کړي.

د دې لوبو تبصرې ته بهرني مبصرین هم رابلل شوي او ویل کېږي نشرات یې هم بهرني پروډکشن ته ورکول شوي دي.

په سږني یوولسم پړاو شپږیزه کې هم ۵ لوبډلې ګډون لري چې، هره یوه به د اتلولۍ هڅه کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

هنر، زیبایی و رموز هنر و زیبایی | پوهاند دودیال

(قسمت چهارم) در افغانستان بار بار تجربه شد که اعمال و اقدامات خلاف عُرف و کلتور عکس االعمل شدید را به بار آورده است. اما...