تاند (چهارشنبه د چنګاښ/سرطان ۱۰مه) د افغانستان د فوټبال فدراسیون ویلي چې، د هېواد تر ۱۵ کلنو کم عمره فوټبال ملي لوبډله د ۱۵ کلنو نړیوال جام او د ۲۰۲۶کال فیفا فستیوال کې ګډون کوي.
یاد فدراسیو زیاته کړې چې، دغه ګډون لپاره افغان لوبډلې جواز ترلاسه کړی دی. دغه سیالۍ د فیفا د بنسټیز فوټبال د پراختیايي پروګرامونو په چوکاټ کې ترسره کېږي.
د فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې؛ دغه سهمیه په افغانستان کې د ۱۴ کلنو څخه د کم عمره لوبډلو د فوټبال سیالیو د منظمې ترسره کېدو له امله ترلاسه شوې.
دوی دا لاسته راوړنه د فوټبال په برخه کې د هېواد د ځوانو استعدادونو د موندنې او روزنې په برخه کې یو مهم ګام بولي.
د ۱۵ کلنو نړیوال جام او د فیفا فستیوال د ځوانو لوبغاړو د استعداد موندنې او ودې نړیوال پروګرام برخه ده، چې موخه یې د نړیوالو تجربو زیاتېدل، د تخنیکي مهارتونو لوړول او د فوټبال د راتلونکي نسل لپاره د لوبغاړو چمتو کول دي.
دغه سیالۍ به د ۲۰۲۶کال د اکتوبر له ۲۲مې تر ۳۱مې پورې د اذربایجان په کوربهتوب ترسره شي.
د مالوماتو له مخې په دې سیالیو کې به د فیفا د غړو هېوادونو تر ۱۵ کلنو کم عمره لوبډلې ګډون ولري او هغه لوبغاړي په دې سیالیو کې ګډون کولی شي چې، په ۲۰۱۱ او ۲۰۱۲ کلونو کې زېږېدلي وي.
د دغه فستیوال د مقرراتو له مخې، سیالۍ به د اتو لوبغاړو پر وړاندې د اتو لوبغاړو په بڼه ترسره شي؛ دغه سیستم د دې لپاره پلان شوی، چې لوبغاړي له توپ سره ډېر تماس ولري، انفرادي مهارتونه یې پیاوړي شي، د لوبې پرمهال د پرېکړې وړتیا یې ښه شي او تنکي فوټبالران لا ډېره تجربه ترلاسه کړي.