Homeخبرونهلاهور کې د یوه ښوونیز مرکز د نړېدو پېښه کې ۱۴ ماشومان...

لاهور کې د یوه ښوونیز مرکز د نړېدو پېښه کې ۱۴ ماشومان مړه شوي

تاند (چهارشنبه د چنګاښ/سرطان ۱۰مه) د پاکستان لاهور ښار کې د یوه ښوونیز مرکز د چت لوېدو پېښه کې  ۱۴ ماشومان مړه شوي دی.

دا پېښه پرون سه شنبه د جون ۳۰ مه پېښه شوې ده.

د پنجاب د اطلاعاتو وزېرې عظما بخاري‌ ویلي، لومړنۍ څېړنې ښيي چې دا مرکز په یوه شخصي ودانۍ کې پرانیستل شوی او د فعالیت جواز یې نه درلود.

د مالوماتو له مخې په دې پېښه کې مړه شوي ماشومان د ۵ او ۹ کلونو تر منځ عمر لري.

دا پېښه د لاهور ښار سویل کې د ‘بستي عیدګاه، کهنه نو’ په نوم یوه ګڼ مېشته خو بې‌وزله سیمه کې شوې ده.

د پنجاب د بېړنیو خدماتو اداره وايي، ژغورن ډلې د دغه ښوونیز مرکز ۳۰ کلنه ښوونکې او پنځه زدکوونکي په ټپي حالت کې د نړېدلي چټ له خاورو او ویجاړۍ را ایستلي دي.

دې ښوونکې په خپل کور کې د ګاونډ بې‌وزله ماشومانو ته درس ورکاوه.

یوه عیني شاهد اې‌اېف‌پي ویلي چې، کارېګر په دې زړه ودانۍ کې د چت د کاشیو په ترمیم بوخت وو، چې چت راونړېد او ماشومان ترې لاندې شول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

په اوکراین کې د جګړې له امله میلیونونه کتابونه سوځېدلي

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۲۰ مه) د اوکراین د ماشومانو د کتابونو د یوه لوی خپرندوی شرکت «رانُک» مشر ویکتور کروهلوف هغه...