تاند (چهارشنبه د چنګاښ/سرطان ۱۰مه) د روسیې بهرنیو چارو وزارت له افغانستان او پاکستان وغوښتل، چې د وروستیو ترینګلتیاوو د پای ته رسولو لپاره خپل اختلافات د خبرو او ډیپلوماټیکو لارو حل کړي.
د یاد وزارت په خبرپاڼه کې پر ختیځو سیمو د پاکستان وروستیو هوايي بریدونو ته اشاره شوې او دا پېښه یې «غمیزه» بللې ده.
مسکو ټینګار کړی، چې اسلامآباد او کابل باید وسلهوالې نښتې پای ته ورسوي.
خبرپاڼه کې ټینګار شوی چې دواړه لوري باید اختلافات د سیاست او ډیپلوماسۍ له لارې حل کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان افغانستان د وسلهوالو ډلو پر پناه ورکولو تورنوي؛ خو طالبان دا تور ردوي.
افغان لوری وایي په پاکستان کې ناامني د هغه هېواد خپله کورنۍ مسئله ده او هیچاته اجازه نهورکوي، چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکاروي.
سره له دې ډاډګېرنو بیا هم پاکستان په ځلونو د افغانستان هوایي حریم نقض کړی او پر افغان خاوره یې هوایي بمبارۍ کړې دي.
تازه دوه ورځې وړاندې یې هم په درېیو ولایتونو هوایي بمبارۍ وکړې چې، لسګونه کسانو ته په کې مرګ ژوبله واوښته او ټول قربانیان یې ملکیان وو.