Homeخبرونهټرمپ: د هرمز تنګی به ژر د امریکا قلمرو اعلان کړم

ټرمپ: د هرمز تنګی به ژر د امریکا قلمرو اعلان کړم

تاند ( شنبه د اسد/زمري ۲۴مه) د امریکا ولسمشر، ډونالد ټرمپ ویلي، چې د «ایران له ماتې» وروسته به ډېر ژر د هرمز تنګی د متحده ایالاتو قلمرو اعلان کړي.

ټرمپ چې په نیویارک کې د ډیویډ اېس. مک د روزنې او معلوماتو په مرکز کې خبرې کولې، وویل: «کله چې د ایران د ماتولو کار پای ته ورسوو؛ هغه هېواد چې په ډېر بد ډول د ماتېدو په حال کې دی، ډېر ژر به د هرمز تنګی د متحده ایالاتو د قلمرو په توګه اعلان کړم.»

هغه زیاته کړه: «موږ په رښتینې مانا د دې تنګي خاوندان یو، موږ د هرمز تنګي مالکیت لرو».

د ټرمپ د څرګندونو په غبرګون کې د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال، کاظم غریب‌آبادي ویلي، چې د اوبو دغه لار «ایراني وه، ده او پاتې به وي» او «یوازې د ایران په امر به تړل کېږي او پرانیستل کېږي».

ټرمپ له امریکایانو هم غوښتي چې د ایران د اټومي وسلو د ترلاسه کولو د مخنیوي په بدل کې د پټرول د بیو لوړېدل د یوه لګښت په توګه ومني.

هغه ویلي، امریکا به له اقتصادي پلوه پر ایران سخت ګوزار وکړي.

د فاکس نیوز د راپور له مخې، ټرمپ همداراز ویلي چې امریکا له پوځ څخه «له هغه لږ څه زیات» کار اخیستی چې ده غوښتل، خو استدلال یې کړی چې د ایران د اټومي وسلو د ترلاسه کولو د مخنیوي لپاره پر تهران فشار راوړل اړین دي.

ټرمپ دا څرګندونې یوه ورځ وروسته له هغې کوي چې د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بسنت اعلان وکړ چې واشنګټن به له راتلونکې اوونۍ څخه د ایران پر اقتصاد بې‌ساري اقدامات پيل کړي.

هغه ویلي: «دا اقدامات به د داسې اقتصادي انزوا ترکیب وي چې نړۍ تر دې وړاندې هېڅکله نه ده لیدلې.»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د امریکا پخوانی ولسمشر بارک اوباما د پوډکاسټ لړۍ پیلوي

د امریکا د متحد ایالتونو پخوانی ولسمشر بارک اوباما غواړي چې په سپتمبر میاشت کې د پوډکاسټ یوه لړۍ پيل کړي. د راپورونو له...