جمعه, مې 3, 2024
Homeروغتیاد پزې له لارې د تنفس له ګټو خبر شئ/ ژباړ: محمد...

د پزې له لارې د تنفس له ګټو خبر شئ/ ژباړ: محمد الهام نظر

دپزې له لارې تنفس کړل مو حافظه قوي. په تازه څېړنو کې دامعلومه شوې چې د پزې له لارې تنفس کړل حافظه قوي کوي. د بریتانیا د عصبي علومو مجله کې نشر شوي، هغه څوک چې د پزې له لارې تنفس کوي حافظه یې قوي کیږي. د دې څېړنو پر بنسټ هغه څوک چې غواړي حافظه یې ښه کار وکړي او په هرڅه ښه پوه شي نو د پزې له لارې د تنفس وکړي. له دې لارې د تنفس کړل د مغز په فعالیت باندې مستقیمه اغېزه لري. له پخوا د څېړنو پر مهال دا ګمان کېده چې د پزې له لارې د تنفس کړل په مغز باندې مستقیمه اغېزه لري چې نتیجه یې مثبته وه. داڅېړنې په اوو کسانو شوې چې تنفس د پزې له لارې په مغز مستقیمه اغېزه لري.د بویایي پیاز او د مغز هیپوکاب چې په حافظه باندې اغېزه لري چې کله تنفس د پزې له لارې وکړې نو مغز تحریک شي د انسان احساسات کنترول کوي. په داسې حال کې چې پدې اوو تنو دا څېړنه وشوه د خولې له لارې نه بلکې د پزې له لارې یې تنفس وکړ نو په مغز کې یې په تېزی سره تغیرات راغلل. د نړۍ نورو پوهانو هم پدې اړه نظرونه ورکړي دي او وایې چې د پزې له لارې د تنفس کړل بدن ته تصفیه شوې هوا جذب کیږي.د پوهانو په خبره په پزه کې چې کوم ویښتان دي، هغه هوا فېلتر کوي او سږو ته صافه هوا داخلېږي. د پزې له لارې د تنفس کړل هوا یوڅه ګرموي چې دا د سږو په روغ ساتنه کې ډېره ونډه لري.

1 COMMENT

  1. دیر په زړه پوری مطلب وه مننه کور د ودان شه
    د نوره معلوماتو په هیله

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب