قتاند『یکشنبه د چنګاښ ـ سرطان ۱۵مه』د افغانستان د غالیو تولیدوونکو او صادرونکو ټولنه د دغه صنعت د بازارموندنې او پراختیا په برخه کې د مرستې غوښتنه کوي.
دغه ټولنه وايي، دمګړۍ د غالیو په صنعت کې له یو میلیون ډېر خلک په کار بوخت دي او که ملاتړ یې وشي، د هیواد په اقتصاد کې مهم رول لوبولی شي.
دغه ټولنه غړي له طالبانو غواړي، چې د پاکستان بدیلې لارې، نړیوال بازارونه او دایمي نندارتونونه ورته برابر کړي.
د یادې ټولنې د مدیره پلاوي غړي، غلام قادر سخي زاده زیاته کړه چې، د دې صنعت په ۳۷ کاري پړاوونو کې یو میلیون او ۲۰۰ زره تنه بوخت دي او دا شمېر ورځ تر بلې زیاتیږي.
د سرچینې د مالوماتو له مخې، سره له دې چې د غالیو د خرڅلاو بازار تر پخوا ښه شوی، خو د دې سکټور پر وړاندې بې پامي کولای شي جدي زیان واړوي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونه بیا د دغه صنعت پر وړاندې ننګونې مني خو وایي، د غالیو د صادراتو د ودې، نړیوالو بازارونو د جذبولو او د غالیو اوبدونکو د ملاتړ هڅې روانې دي.
مسوولان بیا ډاډ ورکوي او وایي، چې د غالۍ صنعت پراختیا د دوی لومړیتوب دی او هڅې روانې دي چې دې سکتور ملاتړ زیات شي.
د غالۍ صنعت د افغانستان له پخوانیو او تاریخي لاسي صنعتونو شمېرل کیږي، خو د ځینو ننګونو له امله، دغه سکټور له پراختیا پاتې شوی دی.
دا صنعت نه یوازې د هېواد د فرهنګي میراث یوه مهمه برخه ګڼل کېږي، بلکې د زرګونو افغان کورنیو لپاره یوه مهمه عایداتي سرچینه ده.