تاند『یکشنبه د چنګاښ ـ سرطان ۱۵مه』د چین یوه خصوصي شرکت مسوولان په بلخ ولایت کې د طالبانو له والي سره کتنه کې ویلي،چې غواړي واخان کې د افغانستان ـ چین ګډ بازار جوړ کړي.
دغه چینایي پانګوال زیاته کړې چې، له دې بازار څخه یې موخه د دواړو هېوادونو د تولیداتو پېر او پلور ته زمینه برابرول دي.
د دې شرکت مسوول همدا راز ویلي، بېلابېلو برخو کې پانګونې ته چمتووالی لري او دې برخه کې یې خپل پلان هم د طالبانو له والي سره شریک کړی دی.
بلخ کې د طالبانو والي له یاد شرکت غوښتي، چې په خپلو ژمنو عمل وکړي.
والي ډاډ ورکړی، چې دوی ټولو برخو کې له بهرنیو پانګوالو سره همکاري کوي.
تر دې وړاندې امریکایي رسنیو خبر ورکړی و، چې طالبان هڅه کوي د واخان لرې پرته سیمه په لوی سوداګریز مرکز بدل کړي.
د واخان دهلېز اقتصادي ارزښت
د واخان دهلېز د بدخشان ولایت په واخان ولسوالۍ کې موقعیت لري، یوه تنګه دره ده چې د چین هېواد له سینکیانګ ولایت سره پوله لري او د تاجکستان د ګورنو – بدخشان خودمختاره سیمه د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمير له ګلګت بلتستان سیمې څخه جلا کوي. د واخان درې پامیر له هسکو غرونو څخه د پنج او پامیر سیندونه راوتلي او په پایله کې د آمو سیند جوړوي. د واخان درې اوږدوالی شاوخوا ۳۵۰ کیلو مټره او پلنوالی یې له ۱۳ څخه تر ۶۵ کیلو مټرو پورې رسېږي.
د واخان دهلېز په ۱۹مه پېړۍ کې د وخت د دوو لویو زبرځواکونو (روسانو او انګریزانو) د سترې سیاسې لوبې په نتیجه کې رامنځته شو او دواړو طرفونو له لوري د بفر زون په صفت وپېژندل شو. که څه هم واخان ته د تګ او راتګ لاره خرابه ده، خو د تاریخ په اوږدو کې د ختيځې، سویلي او مرکزي آسيا هېوادونو د وګړو لخوا د سوداګریزې لارې په توګه کارول کېده.
د واخان په شمالي برخه کې، چې د واخي او پاميري قومونه مېشت دي، د پامير په نوم هم يادېږي. دغه سيمه ځانګړې طبيعي ښکلا لري، خو اوسېدونکي يې د ښاري ژوند له لږو اسانتياوو څخه هم برخمن نه دي. واخان په ۲۰۱۴ م کال کې د وخت حکومت له خوا د هېواد د دوهم ملي پارک په توګه اعلان شو.
د سوداګرۍ او سیمهییز اتصال له پلوه دغه دهلېز د سیمې او نړۍ د هېوادونو لپاره ځانګړی اقتصادي او سیاسي اهمیت لري. د واخان دهلېز د څلورو هېوادونو د نښلولو یوه ستراتيژیکه نقطه ده، که چېرې پر دې لاره د پرتو هېوادونو لخوا پر دغه دهلېز پانګونه وشي؛ نو ټول به ترې ګټه پوره کړي.