تاند『یکشنبه د چنګاښ ـ سرطان ۱۵مه』د ملګرو ملتونو سرمنشي، انتونیو ګوترېش پر اوکراین د روسیې د وروستیو ډرون او توغندیو شوي بریدونه په کلکه غندلي.
ګوترېش په یوه خبرپاڼه کې له روسیې او اوکراین غوښتي، چې له قید او شرط پرته سملاسي اوربند وکړي.
نوموړي اندېښنه ښودلې چې د اوکراین په ختیځ کې یو ځل بیا پر زاپوریژیا اټومي بټۍ برېښنا پرې شوې او له دې امله یو ځل بیا د اټومي خوندیتوب دوامداره ګواښونه پیدا شوي دي.
د مالوماتو له مخې که څه هم دا بټۍ لا هم د ملکي کارکوونکو له لوري اداره کېږي، خو د جدي اټومي خوندیتوب اندېښنو سرچینه ده.
دا یادونې ده چې د جولای ۴مه د شپې له لوري روسیې د جګړې له پیل راهیسې تر ټولو لوی هوایي برید ترسره کړ چې کابو ۵۵۰ ډرونونه او ۱۱ توغندي پکې شامل وو.
ډونالډ ټرمپ او ولادیمیر پوتین تېره پنجشنبه په ټیلیفون سره وغږېدل، خو ټرمپ وویل، فکر کوي چې پوتین د اوکراین جګړې پای ته رسولو کومه اراده نه لري.
د روسیې او اوکراین ترمنځ جګړه د ۲۰۲۲م کال د فبرورۍ په ۲۴مه نېټه پیل شوه، کله چې روسیې په پراخ پوځي برید سره پر اوکراین یرغل وکړ. دا جګړه د ۲۰۱۴م کال د کریمیا نیولو او د دونباس سیمهییزو شخړو دوام ګڼل کېږي، خو اوسنی یرغل د نړیوالو له نظره یو بشپړ اشغال بلل شوی دی.