تاند『یکشنبه د چنګاښ ـ سرطان ۱۵مه』ننګرهار کې د طالبانو له پېښو سره د مبارزې ریاست ویلي، چې د نن سهار ورښتونو او سېلابونو د دې ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې د ځاني زیان ترڅنګ سخت مالي زیانونه هم اړولي دي.
دغه سېلابونه په ګوشتې، لعلپورې، نازیانو، مومندرې او ښېوې ولسوالیو کې راوتلي دي.
د طالبانو یاد ریاست زیاته کړې، چې سېلابونه دوه ماشومانو مړه کړي او تر ۲۸۰ استوګنیز کورونه یې نیم یا په بشپړ ډول ویجاړېد کړي دي.
سرچینه زیاتوي چې د دې ترڅنګ سېلابونو شاوخوا ۵۰۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه له منځه وړې ده.
د یادونې ده چې د تېرې اونۍ سېلابونو هم د ننګرهار په ګډون د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې خلکو ته سخت مالي او ځاني زیانونه واړول.
دا سېلابونه داسې مهال راووځي، چې نن د هوا پېژندنئ ادارې د هېواد په ۱۵ ولایتونو کې د ورښتونو او سېلابونو د راوتلو اټکل کړی دی.
سېلاب ځپلې کورنۍ د بېړنیو مرستو غوښتنه کوي.