Homeخبرونهپاکستان وایي، د طالبانو په رسمیت پېژندلو کې بېړه نه کوو

پاکستان وایي، د طالبانو په رسمیت پېژندلو کې بېړه نه کوو

تاند『یکشنبه د چنګاښ ـ سرطان ۱۵مه』‏د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي خان یوې خبرې ناسته کې ویلي چې، پاکستان په افغانستان کې د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندلو کې بېړه نه کوي.

شفقت علي خان زیاته کړې چې یاده پریکړه به د خپلو ملي ګټو پر بنسټ کوي.

نوموړی داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې دوه ورځې وړاندې روسیې د لومړني هېواد په توګه د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژنده.

د روسیې د رسمیت پېژندلو اعلان مثبت او منفي غبرګونونه له ځانه سره درلودل.

د روسیې د رسمیت پېژندلو تر اعلان وروسته طالبانو له نورو هېوادونو هم هیله وکړه چې د رسمیت پېژندلو پروسه کې خپل اخلاص وښیي.

سهیل شاهین ویلي وو، چې ښایي یو شمېر نور هېوادونه هم ژر طالبان په رسمیت وپېژني.

چین بیا د روسیې د دې اقدام هرکلی کړی دی.
‏د چین بهرنیو چارو وزارت څرګنده کړې چې چین د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د تعامل کچې له لوړېدو ملاتړ کوي.

د روسیې د باندنیو چارو وزارت تایید کړه چې د طالبانو حکومت یې په رسمیت پېژندلی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

انجنیر مومند او د موسیقۍ بې‌ ازاره هنر| ولي الله ملکزی

موسیقي د هیجان، عاطفې، مینې او کلیوال ژوند د ماښامونو او حسرتجنو شېبو غږیزه انځورګري ده. موسیقي یوه ناوېلې او بې‌ ژبې انګازه ده...