Homeخبرونه‏د تاجکستان د اصلاحاتو غورځنګ؛ افغانانو سره د ایران چلند "ظالمانه او...

‏د تاجکستان د اصلاحاتو غورځنګ؛ افغانانو سره د ایران چلند “ظالمانه او غیر انساني” دی

تاند『یکشنبه د چنګاښ ـ سرطان ۱۵مه』‏د تاجکستان د اصلاحاتو او ودې غورځنګ په یوه خبرپاڼه کې د ایران لوري له افغان کډوالو سره ناسم چلند په کلکه غندلی او هغه یې “ظالمانه او غیر انساني” بللی دی.

د دغه غورځنګ مشر شرف الدین ګدایف د ایران پر کړنو په نیوکې سره له اسلامي هېوادونو، ملګرو ملتونو، د اسلامي همکاریو له سازمان او نړیوالو بشري او حقوقي بنسټونو غوښتي، چې د ایران د بشري جنایتونو او د بشري حقونو د سرغړونې په تړاو خپلواکې پلټنې وکړي.

نوموړي د ژبنۍ همغږۍ، فارسي ژبو ملتونو د یووالي او د افغانستان، تاجکستان او ایران د ګډ فرهنګ په تړاو د ایراني چارواکو خبرې “دروغ، ریا کاري او سیاسي دوکه” بللې دي.

پرون (شنبه، د چنګاښ/ سرطان ۱۴ مه) د امریکا پخواني دیپلومات او د افغانستان لپاره ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم، د افغان پناه‌ غوښتونکو د ایستلو په تړاو د ایران کړنلاره په کلکه وغندله.

نوموړي په خپله «ایکسپاڼه» (پخواني ټویټر) کې په یوه لیکنه کې ویلي:

«په وروستیو ورځو کې د ایران حکومت زرګونه افغان پناه‌ غوښتونکي په زور له هېواده ایستلي دي. که څه هم د پناه‌ غوښتونکو ستنول، کله نا کله موجه کېدای شي، خو زه باور نه لرم چې اوسنی وخت د دې کار لپاره مناسب وي. حتی که وخت ‌یې هم راغلی وي، هغه طریقه چې د ایران اسلامي جمهوریت په دې برخه کې عملي کوي، ناڅاپي او له افغان چارواکو سره بې له هر ډول همغږۍ ده. دا کار ناسم دی او زه یې غندم.»

خلیلزاد د افغانستان او ایران ترمنځ د ژور فرهنګي تړاو یادونه کړې او د ښه ګاونډیتوب پر اصل یې ټینګار کړی. هغه ویلي، په تېرو پنځوسو کلونو کې میلیونونو افغانانو په ایران کې ژوند او کار کړی. همداراز، ډېری افغانان د ایران له‌خوا سوریې ته استول شوي چې هلته د ایران د حکومت په ګټه وجنګیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...