تاند『یکشنبه د چنګاښ ـ سرطان ۱۵مه』په کونړ ولایت کې د ۳۵ پراختیایي پروژو چارې پیل شوې.
دغه پروژې د کونړ په دانګام، شلتن، خاص کونړ، مرورې، سرکاڼو او ناړۍ ولسوالیو کې پیل شوې.
یادې پروژې د طالبانو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د مرستیال محمد اسماعیل غزنوي له لوري پرانیستل شوې دي.
د طالب چارواکو په وینا، د دغو ولسوالیو لپاره په ټولیز ډول د ۱۳۱میلیونه افغانیو په لګښت ۶۸ پروژې منظور شوي دي، چې پکې ښوونځي، مدرسې، کلیوالي پراختیا، اوبو، سړکونو، جوماتونو او نورو زیربنايي برخو ته پروژې ځانګړې شوې دي.
په دغو پروژو کې سلګونه ځوانانو ته د کار زمینه هم برابره شوه.
کونړ مېشتې د دې پروژو له پیل نه خوښي څرګندوي، خو تمه لري چې قراردادي شرکتونه باید په ښه کیفیت کار وکړي.
دوی له طالبانو غوښتنه کوي چې د پروژو له چارو منظمه لیدنه وکړي، څو پر وخت او ښه کیفیت بشپړې شي.
دا پروژې د کونړ ولایت هغو ولسوالیو کې پیل شوې، چې د ډیورنډ فرضي کرښې ته نېږدې موقعیت لري.
de kuner seend project zarorat day
kuner river must close and build desert like gambirey/ marco desert need to build for agrecalture
راز محمد ورور کارونه انشاء الله روان دی که بودجه پیدا شي نو کنړ په سیند بندونه به جوړ شي خو ستونزو په غمجنو (پیسو) کې ده