د ډیورنډ فرضې کرښې دواړو غاړو ته پراته قومونه له تیرې نژدې نیمې پيړۍ د پاکستاني ریاست او په هغوی پورې د تړلو جګړه مارو ډلو له لاسه له بیلابیلو ستونزو سره مخامخ دي. په ځلونو له خپلو مینو او سیمو ایستل شوي، کورونه، دوکانونو، هستۍ او نیستۍ یې تالا شوي او عزتونه يې لوټل شوي دي.
پر دغو قومونو باندې د اسلام مبارک دین او د سپيځلي جهاد په نومونو پنجاب او غرب خپلې جګړې پرمخ وړي او خپل شوم هدفونه يې تعقیب کړي دي.
په یادو پردیو جګړو کې سلګونه زره پښتانه وژل شوي او له دې زیات ټپيان شوي دي، له همدې وژل شوو بې شمیره کونډې، یتیمان او بې سرپرسته کورنۍ پاتې دي چې اوسمهال هم د وژل شوو کورنۍ او هم ټپیان او د هغوی کورنۍ په بدو اقتصادي حالاتو کې د ژوند شپې ورځې تیروي.
د همدې جګړو او ناامنیو په بهانه يې له پښتونخوا څخه سلګونه فابریکې او لسګونه زره کاري فرصتونه پنجاب ته انتقال کړل.
که له یوې خوا د فابریکو (کارخانو) له تګ سره د سوداګرو پانګه پنجاب ته لاړه، نو له بل اړخه سلګونه زره کسان بې روزګاره شوي دي او له امله يې په سیمه کې بېوزلي زیاته شوې ده.
پنجاب د پښتنو د پانګو پر انتقال او ورپورې د تړلو کارونو په له منځه تللو يې بسیا ونه کړه، بلکې بر وطن سره چې کومې سوداګرېزې لارې غځيدلې وې، هغه يې ټولې وتړلې حتی د عادې خلکو او ناروغانو تګ راتګ يې هم له بلا کړاونو سره مخامخ کړ.
پر دومره زور- زیاتې او ظلم برسیره بیا نورو جنګونو او د پښتنو د لا ځپلو لپاره بهانې لټوي.
پخوا دغو قومونو د پنجابي ریاست او په هغوی پورې د تړلو جګړه مارو د ظلمونو او قتلونو خلاف غږ قدري هم نه شو پورته کولی، خو له کومې ورځې چې د منظور پښتین په مشرۍ د پښتون ژغورنې غورځنګ پیدا شوی او دا شعار يې پورته کړی چې (د دې ټولو بدبختیو او ظلمونو ترشا پوځ دی او ورسره دا هم وايي، چې پښتون ته ژوندون غواړو) نو د پاکستاني ریاست تور مخ يې پښتنو او نړۍ ته بربنډ کړی دی او نن د همدې تحریک برکت دی چې د پښتونخوا په ډیری سیمو کې د پنجابې پوځ او استخباراتي ادارو خلاف ولسونه راپاڅیدلې او په ډیره میړانه همدا غږ کوي چې پنجابی پوځ او په هغه پورې تړلي وسله وال دې زموږ له سیمو و وځي.
پاکستان او بادارانو يې په وزیرستان او نورو پښتني سیمو کې د قیمتي معدنونو د چور او تالان لپاره دا دوهم ځل دی چې د پوځي عملیاتو پرېکړه کوي، خو ولسونه يې ردوي.
پاکستاني چارواکي په ظاهره وايي چې له دې عملیاتو سره به ترهګرې ډلې ختمې شي. خو قومونه ورسره دا نه مني او ورته وايي، ښه او بد طالب او نورې وسله والې د دوی خپل پیداوار او تولید دی او د هغو خلاف عملیات نه شي کولی، یوازینی هدف يې د ولسونو له خپلو وسایلو او سیمو بې برخې کوي.
د همدې پښتون وژنې او بې کوره کولو عملیاتو خلاف د روان کال د (۲۰۲۵ کال د جون په پنځمه نېټه) د یادو عملیاتو د مخنیوي او کورونو نه پريښودو پرېکړه وکړه.
ورپسې د تیرا اوسیدونکو هم ورته فیصله وکړه او د جون میاشتې په ۱۱ نېټه د ټول افریدي قوم بله جرګه په باړه کې جوړیږي او په هغه کې به هم د امن او د پښتون قوم د ځپلو او بې کوره کولو اپریشنونو بندولو غوښتنه وشي.
پښتون تل په سوله او امن کې د ژوند تیرولو هیله کړې، پاکستاني جنرالانو د دوی یوه غوښتنه هم نه ده منلې بلکې د وطن دښمن او ورانکارو په نومونو يې نومولې، نیولي، ورک کړي، وژلې او بې له ثبوته او په درواغجنو کیسونو کې يې بندیان کړي دي چې اوس هم د پښتون د ژوند غوښتونکي غورځنګ او د خیبر تاریخي جرګې مشران او غړي د تورو پوځیانو په تورو زندانونو کې پراته دي.
چا چې د ورځې پوځې لباس په تن وي او د شپې يې د طالب جامې اغوستي وې او ځان طالب معرفې کوي، له پاکستاني حکومت او پوځ څخه د خپلو حقوقو غوښتونکي په نښه کوي او د حکومت د پلوي په تور يې وژنې او یا پرې نور تورونه لګوې.
له یوې خوا يې پر طالب او داعش او یا بله وسله واله ډله درانه ولسونه د وېرې او ترهې سره مخامخ کوي او له بلې خوا د پاکستان حکومت ورته وايې چې خپل ځایونه خالي کړي چې موږ د وسله والو پر خلاف پوځې عملیات ترسره کوو.
د حکومت او وسله والو یو هدف دی او هغه دا چې له معدنونو او ذخایرو ډکې سیمې له خلکو خالې او پنجاب پرې خېټه واچوي.
د دې کار لپاره په تیر او روان کې کال ګڼې مصنوعي جګړې وشوې، د خلکو په کورونو هوانونه وتوغول شول، جیټ او بې پیلوټه الوتکو بمبارونه وکړل ترڅو خپل هدف ته ورسیږي، خو اوس هغه پخوانی پښتون نه دی چې له حکومت او پوځ يې سترګه وسوځي،
که څه هم چې په دغو بریدونو کې په زرګونو ماشومان، ښځې، د پاخه عمر خاوندان او عام وګړې ووژل شول او ټپیان شول. له دغو ظلمونو او وحشتونو څخه د خلاصون یوازینۍ لاره د پښتون یووالی او وحدت دی او له خپلو سیمو د نه وتلو په پریکړه کلک دریدل پکار دي.
سلامونه،
دومره قربانئ چې پښتون/افغان ولس په دا ۵۰-۷۰ کلونو کې ورکړي ،که بل هر قوم په نړۍ کې ورکړې وای اوس به ېې پخپله خاوره خپل اختیار وای او د هر کس او نا کس ګل ګل خانی یعنی غلامی به یی نه کولای (څه ژرنده پڅه وه او ده ؛څه غنم خیشته..)
انډیا، سهیلی افریقا، ویتنام، بنګله دیس، …. د عدم تشډد مبارزو په دوام له نورو اشکالو کار واخیست؛
بیلګه: د ګاندی د انګریزی جوړ کړو توکو د نه اخیستلو بایکاټ ، دبنګلهدیسیانو د ټاکنو نه منل ؛ او د جرنیلانو امر نه منل او داسی نور..دا اوس د فلسطینیانو او دوستانو یی د اسرایلی محصولاتو نه اخستلو بایکاټ..
نو پښتنو او بلوچو ته اتحاد پکار دی او په تورلینګیو د هیرا مڼډهی هرامجادګانو ری نه وهل ؛لکه زمریان پری ورتلل او … پ.ټ.ام دې هر وخت او هر ځای بریالی وي .
له نقیب شهید نه تر………….. ګیله من شهید د شهیدانو وینې رنګ راوړي ؛قصاص اخیستل ېې واجب دی.
شکنجو لاندې بیګناه بندیان سمدستی آزاد شي او افغانان دې بلمثل رد عمل پنجابستانیانو او ګوډاګیانو ته وښيي