جمعه, دسمبر 5, 2025
Home+په جاپان کې د "مړو" د کورونو بازار په غوړېدو دی

په جاپان کې د “مړو” د کورونو بازار په غوړېدو دی

تاند – په جاپاني کلتور کې، چې د شینتو مذهب تر اغېز لاندې دی، هغه مرګ چې له حسرت او نارضایتۍ سره وي، ښايي د دې لامل شي چې د مړي اروا په هغه ځای کې پاتې شي. همدا کلتوري باور سبب شوی چې هغه کورونه بدشامته، سپېره یا نحس ګڼل کېږي چې څوک پکې مړ شوی یا وژل شوی وي، یا چا پکې ځان وژلی وي.

خو اوس چې د جاپان د کورونو بیې په بې‌ساري توګه لوړې شوي، دا ډول کورونه د پېرېدونکو او پانګه‌والو لپاره جذاب شوي دي. پخوا دا کورونه ډېر په سخته چا په کرایه یا پلورل کېدل، خو اوس د جاپان د قیمته کورونو په بازار کې یو ارزانه او معقول انتخاب دا ډول کورونه دي.

کازوتوشي کوداما، چې یو د جایدادونو مشاور او د “ارواوو پلټونکی” دی، په چیبا ښار کې یوه داسې کور ته ورځي چې یوې زړې ښځې پکې ځان‌وژلی او وروسته یې زوی هلته په یوازېتوب کې مړ شوی. نوموړی له ځان سره حرارتي کامرې او د برېښنايي څپو اندازه کوونکي وسیلې وړي تر څو ډاډ ترلاسه کړي چې هلته هېڅ ماورایي یا مشکوک فعالیت نه شته. که هېڅ ډول غیرمعمولې نښې ونه ويني، نو د «له ارواوو پاک» سند صادروي.

د شینتو له عقایدو سره سم، د نارضایتۍ، حسرت او نهیلۍ له کبله مرګ د دې سبب کېدای شي چې ارواوې په هغه ځای کې پاته شي چې مړینه پکې پېشه شوې ده، له همدې امله دا کورونه رواني فشار لري. خو د ودانیو د بیو د لوړوالي، د ځمکې کموالي او د ین د ارزښت د کمښت له امله بهرني پانګه‌وال په جاپان کې ډېر شوي، او له همدې امله د ملکیتونو بیې لوړې شوي دي. اوس د توکیو د یو ۷۰ متري زوړ اپارتمان متوسطه بیه شاوخوا ۱۰۰.۹ میلیون ین (شاوخوا ۶۹۷ زره ډالره) ده.

د جاپاني ټولنې زوړوالی (د خلکو د عمر زیاتوالی) هم د یوازیتوب د مرګونو زیاتوالي سبب شوی. تېر کال شاوخوا ۲۱،۹۰۰ داسې مړي ثبت شوي چې تر ۸ ورځو یا ډېر وخت څوک پرې نه و خبر شوي. له همدې د ډېرو کورونو خاوندان خپل کورونه بوډاګانو ته په کرایه نه ورکوي، څو پر کور یې د “نحس” ټاپه ونه لګول شي.

د جاپان حکومت په ۲۰۲۱ کال کې داسې مقرره وضع کړه چې له مخې یې که چیرې په کوم کور کې د چا له مړینې درې کاله تېر شي، نور دا اړتیا نه شته چې د کور د “نحس” تاریخچه څرګنده شي. دې پرېکړې د دې ډول کورونو بازار ته وده ورکړې ده.

دا ډول کورونه له اقتصادي پلوه هم ګټور ثابت شوي؛ د پانګې اوسط عاید یې ۸.۴٪ دی، په داسې حال کې چې د عادي اپارتمانونو عاید یوازې ۳.۵۵٪ دی. همدا وجه ده چې اوس حتی هغو ملکیت پلورونکو، چې ارواوو ته د ارام ورکولو لپاره مذهبي مراسم ترسره کوي، هم دې بازار ته مخه کړې ده.

که څه هم ځینې پېرودونکي — په ځانګړي ډول ځوانان او بهرني پانګه‌وال — د دې کورونو پر شالید سترګې پټوي، خو لا هم ډېر کسان، لکه ماري شیمامورا چې یوه ۲۴ کلنه کارکوونکې ده، له دې ډول ملکیتونو ډډه کوي:«حتی که تخفیف هم وي، زه هېڅکله داسې کور ته نه ننوځم. د دوی عجیبه او دردونکې مخینه مې بېروي.»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب