چهارشنبه, اکتوبر 22, 2025
Homeخبرونهایران مذهبي مشر څو اونۍ وروسته لومړی ځل په عام محضر کې...

ایران مذهبي مشر څو اونۍ وروسته لومړی ځل په عام محضر کې راڅرګند شو

د ایران د اسلامي جمهوریت مشر، آیت‌الله علي خامنه‌ای، له څو اونیو له غیابت وروسته، نن شپه د محرم میاشتې د مذهبي مراسمو پر مهال د تهران په (حسینیه بیت رهبري ) کې راڅرګند شو.

د خامنه‌ای رسمي وېب‌پاڼې لیکلي:

«په عاشورا شپه، د حسینیه امام خمیني په مراسمو کې، د انقلاب له رهبر آیت‌الله خامنه‌ای او د خلکو له بېلابېلو قشرونو سره د عزادارۍ مراسم ترسره شول.»

خامنه‌ای د ددې مراسیمو پرمهال و حکومتي مداح محمود کریمي ته وویل:«که ستړی نه‌ېې، ‘ای ایران’ سندره ووایه.»

دغه ملي ترانه، له ایران او اسرائیل ترمنځ د وروستیو جګړو وروسته، د مذهبي دستو په منځ کې مشهوره شوې ده.

له هغې ورځې راهیسې چې شاوخوا ۲۴ ورځې وړاندې اسرائیل پر ایران برید وکړ، خامنه‌ای په عامو مراسمو کې نه‌و لیدل شوی. یوازې یې شاوخوا درې له‌مخکې ثبت شوې، غیر ژوندۍ ویناوې یې خپرې شوې وې.

د ایران د مشر دوامداره پټ‌ پاتې کېدل، آن د جګړې له پای ته رسېدو وروسته او د لوړپوړو قوماندانانو د جنازې په مراسمو کې د نه‌ګډون له امله، د خلکو پام ځان ته رااړولی.

سږکال د محرم د مراسمو ترتیبات د تېرو کلونو په پرتله توپیر درلود.

تمه کېده چې د محرم لومړۍ شپه د خامنه‌ای په حضور پیل شي، خو یوازې د اجرائیه او قضائیه قواوو مشران، د پوځ یو شمېر قوماندانان او ګڼ ماشومان، چې د وژل شویو قوماندانانو عکسونه یې له ځانه سره لرل، په مراسمو کې ګډون کړی و.

د ایران دولتي رسنیو د خامنه‌ای غیابت ته هیڅ اشاره نه وه کړې او هڅه یې کوله دا نشتوالی عادي وښيي.

د غبرګولي په ۲۳ (جون ۱۳مه)، د جمعې په سهار، اسرائیل هم‌مهاله پر تهران او څو نورو ښارونو حملې وکړې.

دا بریدونه، چې تر عراق جګړې راوروسته تر ټولو خونړي بلل شوي، له امله یې یو شمېر لوړپوړي نظامي قوماندانان، د هستوي برخې متخصصین او سلګونه ملکي وګړي ووژل شول

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ویده یږه Sleeping Bear | عزت الله شمسزی

عامو خلکو کې یوه اصطلاح ده وایي جنت کې هرڅه شته خو د دنیا هوا په کې نه شته. په نړۍ کې رښتیا هم...