پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Homeخبرونهد مصنوعي ځیرکتیا د پلار خبرداری: پراخه بې‌کاري را روانه ده

د مصنوعي ځیرکتیا د پلار خبرداری: پراخه بې‌کاري را روانه ده

تاند (یکشنبه، د چنګاښ/ سرېان ۱۵ مه) جیفري هینټن، چې د مصنوعي ځیرکتیا د پلار په نوم مشهور دی او په ۲۰۲۴ کال کې یې د عصبي شبکو په برخه کې د مخکښو څېړنو له امله د فزیک نوبل جایزه وګټله، خبرداری ورکړی چې مصنوعي ځیرکتیا کولی شي د پراخې بې‌کارۍ سبب شي، په ځانګړې توګه د دفتري او فکري کارونو په برخه کې.

د هغه په وینا، هغه فکري او ذهني کارونه چې ډېری دفتري مامورین یې ترسره کوي، په اسانه د مصنوعي ځیرکتیا له خوا ترسره کېدای شي. نوموړی زیاتوي، په راتلونکي کې به د AI یو سیسټم په یوازې توګه وکولای شي د لسو کسانو دندې ترسره کړي.

خو هینټن باور لري چې بدني یا فزیکي دندې، لکه نلدواني، د اتومات کېدو پر وړاندې لږ زیان‌من دي. هغه وویل: «مصنوعي ځیرکتیا به لا ډېر وخت ته اړتیا ولري چې داسې بدني مهارتونه زده کړي.»

نو له دې امله، هغه دندې چې فزیکي مهارت ته اړتیا لري، لا هم خوندي پاتې کېدای شي.

هینټن دا مشهوره نظریه هم تر پوښتنې لاندې راوستې چې ګواکې مصنوعي ځیرکتیا به نوې دندې رامنځته کړي. هغه ټینګار وکړ، که چیرې مصنوعي ځیرکتیا وکولای شي ډېری فکري کارونه ترسره کړي، نو د انسانانو لپاره به ډېر لږ فرصتونه پاتې وي، او یوازې هغه کسان به کار پیدا کولی شي چې ځانګړي او پرمختللي مهارتونه ولري.

هینټن د «اوپن‌ ای‌آی» پر نوې طرحې هم انتقاد کړی دی. دا طرحه د شرکت سوداګریز جوړښت داسې بدلوي چې د عام‌المنفعه بنسټ په څېر کار وکړي او د زیاتو پانګه‌والو د جذب لامل شي. خو دا بدلون ډېر منتقدان هم لري.

د هینټن او د یو شمېر نورو منتقدانو، لکه د شرکت پخواني کارکوونکي او حتی ایلن مسک، په باور دا بدلون ښایي د شرکت اصلي ماموریت چې د عامه ګټو لپاره کار کول دي، کمزوری کړي او پر ځای یې د پانګه‌والو مالي ګټې لومړیتوب پیدا کړي. مسک، چې اوس له خپل شرکت «xAI» سره د اوپن ای‌آی سیال دی، له همدې امله پر نوموړي شرکت دعوه کړې ده.

هینټن خبرداری ورکړی، که اوسنی بهیر دوام وکړي، نو مصنوعي ځیرکتیا به نور یوازې د انسان په خدمت کې نه وي، بلکې د نابرابرۍ د ژورتیا، پراخې بې‌کارۍ، او د پانګواله د ګټو د لا زیات تسلط لامل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میزان ۲۸ د ازبکي ژبې ورځ ده

تاند- نن د میزان یا تلې ۲۹ مه، چې د اکتوبر له ۲۱ سره برابرېږي، د افغانستان د ازبکي ژبې له ورځې سره برابره...