جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهایلن مسک د امریکا د یوه نوي سیاسي ګوند د جوړولو اعلان...

ایلن مسک د امریکا د یوه نوي سیاسي ګوند د جوړولو اعلان وکړ

د ټیکنالوژۍ مشهور میلیاردر او د X ټولنیزې شبکې مالک، ایلن مسک، په متحده ایالاتو کې د یوېه نوي سیاسي ګوند د جوړېدو اعلان کړی.

دغه ګوند چې “The America Party” نومېږي، د مسک په وینا د خلکو د ازادۍ د بېرته راګرځولو لپاره جوړ شوی دی.

مسک دا اعلان د امریکا د خپلواکۍ د ورځې په مناسبت وکړ، او له دې مخکې یې پر X یوه نظرپوښتنه هم خپره کړې وه.

د ۱.۲ میلیونه ګډونوالو له ډلې شاوخوا ۶۵ سلنه خلکو د نويي ګوند ملاتړ څرګند کړی.

ایلن مسک لیکلي:

“موږ د فساد او بې‌ځایه لګښتونو له امله په حقیقت کې په یو ګوندي سیستم کې ژوند کوو، نه په دموکراتیک حکومت کې. د دې لپاره موږ نن ورځ The America Party جوړ کړ.”

مسک، چې تېر کال د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ نږدې ملګری و، د حکومت د لګښتونو د کمولو د ډلې (DOGE) مشري هم کړې وه.

خو په وروستیو کې د ټرمپ له خوا د نویو مالیاتي تخفیفونو له امله یې له هغه سره اړیکې ترینګلې شوې، او دواړو پر ټولنیزو رسنیو لفظي جګړې کړې.

مسک د ټرمپ دا قانوني وړاندیز “یو ویرونکی او کرکجن قانون” بللی، چې په وینا یې دا به د هیواد مالي کسر زیات کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...