جمعه, مې 3, 2024
Homeکالمونهاستاد شپونکه کورګډی کرزی وتښتي

که کورګډی کرزی وتښتي

ما لیدلي دي ټي ۶۲ ټانکونه

 په ګړزار چی یی هم غر هم کمر ښوري

چې په کلي راشیوه شي ښځي ریږدي

 ماشومان ژبون وهلي ورته ګوري

دا صحنه ما د جهاد په کالونو کې په تڼیو کې ولېده چې هلته خلک په ژړا روږدي نه وو.. اوس بیا را په یاد شوه.

امریکایان په سه شنبې درومي، کرزی په چارشنبې تښتي، ټلواله په پنجشنبې د وعدې سره سم غره ته، د غرو له لارې خواجه بها الدین ته، بیا دوشنبې ته تښتي. له صفر نه شروع، بیرته په صفر ختم.

بیا به ملا عمر، ملا برادر او ملا داد الله، اخون معتصم، ملا ضعیف….. مسلط وي. د کنداریانو خبر پر موږ  یې پرک نسته. څه آحون څه مارشال.

خو د خلکو کړاو به ختمېدنګ نه لري د بامیانو بوتان خواره کی خو ګسه شول یواځې مبارکه خرقه پاتي ده، د مزار روضه، د میرویس نیکه مقبره. دا به په اوله دړه که کې والوزوي، هوهلته د غور په یوه دره کې د غوریانو منار ولاړ دی  چي غالبا به بې، همداسې روغ اسلام آباد ته وچلوی او د پاکستان مولاناګان به وايي چې دا یې امانت وړي چې کافران یې مات نه کړي.

هغه د قیامت د میدان  په نمونه به یو داسې اسلامي افغانستان جوړ کړي چې په مزار کې یوه هګۍ کېږدې له تورخم نه یې اوچته لېدلی شې.

دا هم بلا پسې خو که څوک طالب ته سر خوږی جوړ نه کړي. بله ټلواله، د بل مشریا مشرانو سره، د بل خارجي، مثلا ایران په مرسته پرې را ونه دانګي؟.

تاریخ خو همداسې وايي چې طالب یې سه سره نشي خوړلی. چې انګرېز ونه خوړ، چې روس او امریکا و نه خوړ دا خدا داد ملک د طالب د ججورې د تېرېدو هم نه دی.  طالب دې دې ته نه خوشالېږي چې افغانان مسلمانان دي نو طالب خو په دوی کوم نوی دین نه تحمیلوي. د افغانانو اسلام هم لکه د ایران او باکستان او عربستان او ترکیه خپله ټاپه لري، هغه مني د بل نه مني، یو مذهب مني چې حنفي دی، هغه یې هم خپل افغان ټاکلی. نور مذاهب، حتی ادیان هم په خپل چوکاټ کې پرېږدي. هندوان خپل درمسال او ګوردوارو سره بیغمه ژوند کولی شي خو کلیسا چې ورانی کوي په بولدوزر هغسې ورانوي لکه موسی شفیق چې د دارالا مان په سړک وران کړ.

طالب ګله که ته راشې نو د پاکستان په زور به راغلی یې. دا ځل خلک په پښتو نشې تیر اسستلی. تا ورکې پښتنواله مړه کړه. د پښتنو په کلو چې ته ور شېوه شې  هماغه ټي ۶۲ ټانګ یې، چی  د کلي له بل سر نه وځي تر شا دې ، لکه طاعون د مړو، ډېرۍ پریښي وي. د سر سړی، شمله ور، مشر دا خو په اوله دړه که کې  یا سم وژنې یا یې روح وژنې، پښتو یې وژنې د پیړیو اسلامي عقیده يې ابته کوې، لنډه دا چې هغه ټول ارزښتونه یې وژنې چې پښتنواله ترې جوړه ده. نو اوس د پښتون په نامه  ملاتړ په تا حرام دی، نه د اسلام په نامه. دوی خپل ملا پېژاند، خو تا نه پېژني نه ستا ماډل اسلام. ستا ژبه به پښتو وي خو زړه دې د پنجاب. ما دې اوله دوره امارت ولېد، خدای دې بیا مه راباندې وینه. همدا اوس هم ته د مرګ ځری یې، افغانان دې د تورې بلا په نامه پېژني او میندې خپل ماشومان درنه پټوي. ته وا ستاسو واک به په رضا افغانان ومني؟ حاشا و کلا.

داسې اور دې بل شي چې تاسو، ټلواله، جنګ سالاران او د هغوی ټول مشران ورکې ستي شي. د خلکو دا دعا به، بې له کوم غیبي لاسه خدای خبر چې عملي یا قبوله شي، خو بله چاره هم نشته، نورې ټولې دروازې تړلې دي. زما اټکل دا دی چې تاسو به بیا راشئ خو دا ځل به د روسانو په سرنوشت اخته شئ چې نه یواځي شرمنده لاړل، بلکه داسې خورد وخمیر شول چې اوس نه سوپر پاور دی او نه سوپر ټیپر.

تاسو د خلکو زړونه خپل نه کړای شول، په وچ زور به راشئ، لکه روسان به په وچ زور وشړل شئ.

26 COMMENTS

  1. SHPOON SAEB WALE MALAYANO SARA DA SA DOSHMANI DA DA KHO DA DEEN WARESAN DEE, ALLAH DARTA WAELE DEE DA ALLAH DOSTANO SARA DUKHMANI MAKAWA taqat ye monga ensanaan na laro

  2. Assalam aleykom Shpoon Ustaz aw lostonko ta…

    Korgaddy carzai kho laka Ghar ghondy amricayano aw noro moqabil ki walarr dey magar Hazrat aw 60 kaseeza khanadan aw moridan de warta KHODAY TALA la watana jar wrak krry.
    Carzai pa rranddo ki yakcheshma dey bya ham..
    Aw hagha azmodagan de ALLAH bya na azmaii.La aksaryat-e khamosh-e bitaraf na de yaw rasy.Zma pa nazar DR.Ashraf Ghani Ahmd Zai tar ttolo sha dey..Wasselaam.

  3. شپون صاحب!
    طالب او تو پکی به سخت په غوڅه کړې، اصلي مجاهد ته یې چي ټول انسان رنګه ځناور خپلو خلګو ته ور پېژنې، زما په باور په افغانانو کي نن ورځ تر تا لوی مجاهد في سبیل الله نستته، الله پاک دي د قیامت په ورځ په حقیقي مجاهدینو کي را پورته کړه!!!

  4. نني طالبان د اسلام او پېغمبرانو لمړۍ درجه دښمنان دي ، دا هغه خلګ دي چي د قیامت په ورځ به یې الله پاک د خپلو وارثانو(علماوو) نوم او نښان ته د ضرر رسولو په ګناه د جهنم بیخ ته ور ګزار کړي.

  5. طالبان د دین ستنی نه بلکی د اسلام د مبارک دین دښمنان دی. دوی هره ورځ بیګناه دینی عالمان ، د جوماتونو مولوی صاحبان او ملا امامان او واقعی طالبان وژنی. کله چی د رښتیا ځای راشی نو بیا وایی چی ما مدرسه او جومات نه دی لیدلی زه تش په نوم ملا یم او ماته صرف د ځان او نورو وژل را ښودل شویدی. دینی عالمان او مولوی صاحبان وایی چی جومات وران که خو له لاری نه هغه شیان چی نورو ته خنډ وی لری کړی . مګر پنجابی طالبان په لارو کی ماینونه خښوی . په قران عظیم الشان کی بمونه ځای پر ځای کوی. ښوونځیو ته اور اچوی تر څو په زرګونو مقدس او پاک د الله کلام او تفسیر شریف او احادیث شریف وسوزوی او شاګردان بیسواده پاته شی . ته خو یو ښه کار چی طالبانو اجرا کړی وی او ملت ته یی ګټه رسیدلی وی راوښيه. فاعتبروا یا اولی الابصار.

  6. شپون صاحب خدای دي سل کاله نور ژوند در کړي زړه دي راسوړ کړ. که په عمل څه نه شو کولاي دغه خبري هم ښي دي.

  7. @HAQWAYAN: دا څرنګه د دین وارثان دی چې مسلمانان ترې پناه غواړی.‌ همدا رنګ یوه بله ډله هم د اسلام په تاریخ کښی تیره شوې چې ځان ته یې د دین وارثان ویل او د خدای رسول (ص) د هغوی وړاندوینه هم کړې وه.‌او هغه خوارج وو.‌د نن طالب او د خوارجو څه فرق دی.‌ځان د اسلام جامه کښی پټوی،‌ رحم نه لری، د مسلمان وینه ځان ته روا بولی،‌ مسلمانان بې عفته کوی، علما وژنی او هر هغه څوک چې د دوی مفکورې سره موافق نه وی خدای دې وکړی چې د ولایت خط یې هم په لاس وی دوی یې وژنی…‌ته او خدای د دین وارثان داسې وی؟

  8. شپون صیب ادبي لیکوال ېې خو ښه سیاسي لیکنه دې کړیده.

    طالب ته چې وحید مژده لارې چارې ور ښايي، پوهه شه همدوی بیسوادان هم د پښتنو ضد کړیو لخوا د لاسپاک په توګه کارول کیږي.

    هغه وحیده مژده چې د ایران له دولت سره هم اړیکي پالي او له طالبانو سره هم. بیا د طالبانو او روسانو ترمنځ د ایران له لارې وساطت کوي.

    له ملا عمره تر ملا خره ټول غرق شئ، پښتانه مو تباه کړل.

  9. (داسې اور دی بل شي چې تاسو ټلواله او د هغوی ټول مشران ورکې ستۍ شي)

    همدا ښېرا د دوې د پاره اودعا د هېوادوالو د پاره بس ده

  10. Amin,
    humdasi aur di bal shi chi de Panjab gholamaan, aw da Amreca

    aw panjab pkhwani gholamaan Gholbadin, hemat khoar au mujaheedin gholaaman aw

    shmaali Talwali tul Qatilann Dustam paki loo lapa shi. da tul da Afghananoo qatilan de.

    Hu, manam Pakistan ba kharqa Mubaraka pa di palma khpal hewad ta usi chi goaki Afghanan ye Satane na shi kawalai.

    aw Taleeb nukran ba warta mrai stargi guri.

  11. تاند ته د خدای پاک انصاف روزی کړی،زما ځینی سپینی خبری نه نشر کوی، نو مجبور یی په لوبپه کی له شپون ، صاحب پوښتنه وکړم چی:
    شپون صاحب په خپله لیکنه کی د توازون ندی مراعت کړی، د بازی مهمه خوا ته د هیڅ هم ندی ویلی.

  12. شی هغه په خبرنه دی پون صاحب۰ تاته دخداتعلئ انصاف درکي چه ټوله پړه پرطالب ده اوپه حقيقت کيا دحکومت راديو وائئ یا حکمتي رسني وای طالبانومسوءليت پرغاړه واخيستی ايا تاپخپله طالب وليدي ايا تا پخپلوغوږوواوريده اوکه داسلام د دښمنانوپراپاګنډ باندي باورکوی ولسلام

  13. استاده قربان دې شم په دې سبینو خبرو. مونږ ته خو هغو لیکوالو هم تاوان را رسولی دی چې په ظاهره سیاست کوي او په سیاسي بحثونو کې برخه اخلي مګر چې حساس وخت راشي بیا پټه خوله وي. تاسې نه د سیاست دعوه لرئ او نه د ګوند دعوه لرئ مګر لکه څنګه چې مو د شوروي تجاوز په وخت سپینې خبرې وکړې اوس یې هم کوئ. خدای دې راته لره.

  14. استاده! ډیرې خوږې خبرې دې پدی ارټیکل کی لیکلي دي، زه اوسمهال لګیا یم ، ستا پدې لیکنه باندې سناریو چمتو کووم ، چې شارټ فلم تینه جوړ شيٍ .

    خان محبوب الله خان مخکی هند کی اوس افغانستان کی

  15. ګرانو ورونو
    امریکا دیرش کاله مخکي په افغانستان کی د یوې پروژې پلې کیدل غوښتل چې موخه یي د خپلو شومو اهدافو ترلاسه کول وه
    د نوموړې پروژې بودجه د امریکا له خوا ورکول کیده
    پلې کوونکي همکاره مؤسسه یی د پاکستان ای اس ای وه
    او په پروژه کې کارکوونکي د مجاهد په نامه افغانان وه
    د پروژې موقعیت افغانستان وه

    اوس هم هماغه خبره ده
    د پروژې بودجه د امریکا له خوا ورکول کیږي
    پلي کوونکي همکاره مؤسسه بیا هم د پاکستان ای ایس ای ده
    خو په پروژه کې کارکوونکي بدل شوي دي او دا ځل د مجاهد پر ځای طالب جان دی
    او د پروژې موقعیت بیا هم وران ویجاړ افغانستان دی

    اوس خپله قضاوت وکړۍ چې
    امریکا څوک ده
    پاکستان څوک دی
    او طالب جان څوک دی

    دا دري واړه د یوې کورنې غړي دي
    ګډي موخې، ګډې ګټي او ګډ نظریات لري
    خو زمونږ د بیچاره ملت د غولولو لپاره یي مختلفي جامي پرتن کړي دي

    خره ټول هماغه خره دي خو کته یي بدله ده
    خو افسوس چې زمونږ بعضي ورونه لا اوس هم د هاتی په غوږ کې ویده دي

    په درنښت

  16. که هر څومره زیاړی وکړی خدای ج به تا سو سره حساب وکړی ستا سو بچیان او لمسیان به هم ۵۰ کاله وروسته خلکو ته وای چی زموږ فلرو انګریزان او امر یکایان شړلی وه او خلک به خبر نه وی چی تا سو دهغوی طرفداران ملګری یاست ۰۰۰ طالب خو خفل در سونه لو ستل فه هیچا یی غرض نه لرود ۰۰۰ طالب خو درهبرانو اعمالو را فورته کړ ل او غواړی حقدار حق ته ور سو وی تا سو ورسره همکار شی ۰۰۰ دامریکا فساد اداری ته وګوری دکرزی بی عدالتی ته وګوری چی عام خلق له لوږی مری دطالب حکومت کی غریب او خان یو شان وه صرف ملا محمد عمر ۲۰ کروزین لرودل نور علما خو شه خلق وه او صرف مولوی کبیر دکبر او غرور توته وه نور خو داسی نه وه

  17. شفیق جان دروغ به نه وایي چې د طالبانو په وخت کې غریب او خان یو شانته ژوند درلوده
    زه به د سترګو لیدلی حال درته ووایمه
    د طالبانو د حکومت په دوران کې د ننګرهار په پوهنتون کې د ملامحمد عمر یوه ځانګړې مدرسه وه چې د هغې مدرسي طالبانو ته به هره ورځ پسونه حلالیدل او په پوهنتون کې نور محصلینو ته د اوبو څخه ډک لوبیا هم نه ور رسیدل تر دې پورې چې د ننګرهار د طب پوهنځي دلیلي مدیر مولوي یوسف د لیلی د محصلینو له اوبو ډکو لوبیا څخه هم غلا کوله او کله چې ورڅخه محصلینو د خپل حق غوښتنه وکړه نو خپل ورور مولوي ایوب ته یي چې د مولوي کبیر خاص کس وو امر وکړ چې پرمحصلینو ډزې وکړي او په پایله کې دوه تنه محصلین شهیدان او ګڼ شمیر نور ټپیان شول
    دا وو ستا د طالبانو د رژيم قضاوت او انصاف
    مونږ نه وایو چې د کرزې په دولت کې به ډیر ښه خلک راټول شوي وي ۹۰ سلنه په کې جنایتکاران راټول شوي دي چې ملک یي وران کړی دی، میندي يی بورې کړې دي ماشومان یي یتمیان کړي دي خو دا په دي مانا نده چې د یو جنایت کار لپاره د نورو جنایت هیر کړو په افغانستان کې د شهید محمد داؤد خان څخه وروسته ټول مشران او چارواکي باید په دار وخیژول شي ټولو تر خپله وسه هیواد وران او په پردیو پلورلې دی او تر اوسه یي تجارت روان دی خدای د خیر کړی چې په راتلونکې کې به مو په چا پلوري

    خدای د مونږ د دې جنایت کاره مشرانو څخه خلاص کړی که هغه د مجاهد، طالب یا د ولسواک په نامه وي
    امین ثم امین

    په درنښت

  18. ته ولی وارخطا یی تا ته خو د حلالو رایو خاوند موټر او حتی هیلی کاپټر هم برابروی چیرته چه غواړی وړی دی . او د ځان سره خو دی د مشاور پتوګه ساتی . ځکه ته خو لکه د نجیب د وخت مولوی عاشق الله په څیر د سور کفر نه سپین اسلام جوړوی . د خاین نه خادم.

  19. شپون صاحب. احساسات درباندي غالب شويدي، الله دي روغ او رمټ راله ولره

  20. الله دی مونږ ټولو ته هدایت وکړی
    اول ګوری مونږ مسلمانان یو زمونږ بری به په اسلام کی وی نه په کفر کی
    دوهم ګوری مسلمانانو ته دا اجازت نشته چی دی کفارو مد د وکړی لکه اوس چی د کرزی صاحب حکومت کوی
    بل د کرزی اول دا امرېکا مزدور دی دی امرېکایانو راوستی دی هوغوی ته کار کوی
    اول بل دا دژوندون دا ویډیو وګوری تاسو ته به معلومه شی چی کرزی سومره د پښتونو په تاوان دی
    https://www.youtube.com/watch?v=XL5a3tayfHQ
    رابسو طالب ګوری طالب نه دافغان دښمن دی نه د اسلام دا کفارو داسی دسیسی جوړکړی دی چی زمونګ سر نه پری خلاصیږی دالته به زه یو دا انګلش ویډیو لینک درته کښیږدم چی کفارو وایی چی دوی به په فرقو سره ووېشو چی سره یو ځای نه شی دا شیخ خالد یاسین دی چی اسلام ته دعوت کوی او په کومه پارټی په سی نه دی تړلی خاماخا یی وګوری
    https://www.facebook.com/photo.php?v=682316595133856&set=vb.311828288849357&type=2&theater

  21. چي شپون صیب یي په بیرته راتګ قانع شو نو اوس مي شک په یقین بدل شو چي بیرته به راځي
    پاتې شو مخالفت، نیوکي، اندیښنې او اعتراض … نو دا خو یو طبیعي شی دی، که شپون صیب ورپسی بد ونه وايي خدای به ورته بل څوک پیدا کړي. دا کومه خبره نه ده

  22. سلامونه ټولو لوستونکو ته
    زه نور هیڅ نه وایم خو د مولوی محمد شفیق خبری په کلکه ردوم، او زما مظلوم ولس د طالب نظام یی لیدلی دی زه فکر کوم چی ضرورت دی ته نشته بحث پری وکړم هر یو پوهیږی چی طالب مونږ ته کوم ګلونه وکرل؟ قضاوت تاسو وکړی

  23. د طالبانو درواغجنه څیره هرچاته ښه معلومه ده چی څوک وه. د امریکا په مالی لګښت او د پاکستانی لوی ږیرو منافقانو په منافقت دموقت وخت لپاره په دی منظور رامنځ ته شول چی د افغانستان تاریخی اثار لوټ او د منافق پاکستان موزیمونو ته یی ورسوی، د امریکایانو بادارانو لپاره پښتون خالی سلاح کړی چی امریکایان په ډاډه زړه راباندی راشی او داسی نور مرداری چی یی راته کړی….. خو د ټولو نه ښه خبر داده چی اوس یی همدا منافقین پنجابی باداران یو یو به نوبت سره په دی خالی او بی سوچه ککری باندی ولی…

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب