جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeروغتیاپه افغانستان کې د پلاسټیکي جراحي بهیر

په افغانستان کې د پلاسټیکي جراحي بهیر

طبي مافیا

پوستکی د بدن تر ټولو لوی غړی ګڼل کېږي او له بهرني محیط سره د بدن د دنننيو غړو د تړاو وسیله ګڼل کېږي. له همدې کبله ګڼ شمېر داخلي، جراحي ناروغۍ او ټولې فزیکي، کېمیاوي صدمې په پوستکي کې ډول ډول تغیرات رامنځ ته کوي، چې حتی یو شمېر یې له طبي او ټولنیز پلوه د نه زغملو وړ وي.

زیات وخت له فزیکي صدمو څخه د پوستکي ډول ډول سوءاشکال رامنځ ته کېږي، چې که له طبي پلوه کومه جدي ستونزه هم و نه ګنل شي، اما له ټولنیز او ښکلایز پلوه ناروغ ته د منلو وړ نه وي او داسې کسانو ته د ټولنې د نورمال شخص په توګه نه کتل کېږي، بلکې ورڅخه یو ډول کرکه کېږي.

زموږ په هېواد کې د پوستکي زیاتره سوءاشکال د جنګ له ټپونو، سوځېدنو، د غیرمسلکي طبیبانو له درملنې، د طبي امکاناتو له نه شتوالي او په کمو حالاتو کې د حشراتو له وخذې څخه رامنځ ته کېږي.

څرنګه چې پوستکی نه یوازې له ښکلايیز پلوه، بلکې له طبي پلوه هم ډېرې دندې ترسره کوي او زیانمنېدل یې ډول ډول ناخوالې رامنځ ته کوي، له همدې کبله د رغونې او نورمال حالت ته د راګرځېدنې په اړوند يې طبابت اوس ډېر څه کولای شي. اوس مهال د پوستکي ټول defects په ښه ډول د پوستکي د graft په وسیله ترمیمېدای شي.

نور سوءاشکال د ګڼو مېتودونو په وسیله په ښه ډول نورمالې بڼې ته راوستل کېدای شي. دا چې زموږ هېوادوال تر نور هر چا زیات د پوستکي له داسې ناخوالو سره مخ دي،  او پلاسټيکي جراحي ته اړتیا لري، نو پوښتنه دا ده، چې زموږ په هېواد کې د پلاسټيکي جراحي حالت څنګه دی؟

په دې اړه غواړم چې لومړی درته یوه خاطره ووایم:

یو ډاکتر صاحب چې له جرمني څخه افغانستان ته راغلی و، په کابل کې په یوه مجلس کې له یوه داسې ډاکټر سر مخ شو، چې ځان یې د پوستکي د پلاسټيکي جراحي ناروغیو متخصص، ماسټر معرفي کاوه او تر هرڅه له مخه یې د خپلو علمي سفرونو په اړه، چې څلورو پينځو هېوادو ته یې کړي وو، معلومات ورکړل.

الماني ډاکټر د پلاسټيکي جراحي په اورېدو سره ډېره دلچسپي ښکاره کړه او ماته یې وویل، اوس مهال مې د ټولو هغو افغانانو انځورونه په ذهن کې راګرځي، چې د پوستکي له سوءاشکالو سره مخ دي او زیاته یې کړه چې د افغانانو دا ناره لکه چې خدای واورېده.

وروسته یې د پلاسټيکي جراحي له ډاکټر څخه د هغه د کړنو په اړوند پوښتنه وکړه، نو ډاکټر صاحب خپلې لاسته راوړنې، کارکردګۍ او تجربې داسې ورسره شریکې کړې:

موږ په افغانستان کې د cosmotic او پلاسټيکي جراحي په برخه کې یو نوی تغیر راوړی. الماني ډاکټر پوښتنه وکړه هغه څنګه؟

ډاکتر صاحب وویل، هغو ښځو چې مخکې به یې د وریځو له کښته والي څخه شکایت درلود، موږ یې په ډېر ښه ډول پورته کولای شو، تر څو وریځې یې پورته معلومې شي او هم یې د سترګو باڼه ورسره ښکلې کېږي. بل د هغو ښځو او ځوانانو، چې د مخ له ګونځو، اضافي خالو، اضافي وېښتانو څخه شکایت لري په ډېر ښه ډول یې درملنه کوو. د طلايي ماسک او لایزر په وسیله یې ګونځې، اضافي خالونه او …. له منځه وړو او هم یې مخ ور ښکلی کوو.

الماني ډاکټر په ډېرې حیرانۍ سره ماته او بیا يې د پلاسټیکي جراحي متخصص صاحب ته وکتل او ترې ویې پوښتل، دا خو پلاټتیکي جراحي نه شوه، دا خو د ښکلا جراحي ده، ایا تاسې د پوستکي د سوءاشکالو په اړه، چې د ژورو او دوامدارو ټپونو، سوځېدنو، لشمانیا او یا هم د عملیاتي اختلاطي ټپونو څخه رامنځ ته شوي وي، څه کولای شئ؟

ډاکټر صاحب یې د ځواب لپاره هیڅ نه درلودل، یوازې یې د نجونو د خالونو د پاکولو او وریځو د پورته کولو خبرې په ذهن کې ګرځېدې.

الماني ډاکټر زیاته کړه په نوره نړۍ کې چې د ښکلا جراحي رامنځ ته شوې، تر هغه له مخه هغوی د پوستکي د سوءاشکالو غمه خوړلې او هیڅ ناروغ ته نه شې پیداکولای چې جلدي سوء شکل ولري.

دا خو یې یوه بېلګه وه، هیڅ داسې پلاسټیک سرجن ما نه کړ پیدا، چې د پوستکي د هغو ناخوالو په له منځه وړلو کې څه وکړي، چې ټول ولس ځینې ځورېږي.

په کابل کې اوس دا ډېر عام کاروبار دی، چې یوه یا دوه میاشتې هند ته لاړ شه هلته یوازې د مخ د ښکلي کولو یو څو محدود پروسیجرونه زده کړه او راشه په دې ساده خلګو کاروبار پیل کړه.

ډېر زیات داسې ناروغان موږ لرو، چې د پلاسټیکي جراح او پلاسټيکي جراحي د نشتوالي له امله حتی خپل ژوند له لاسه ورکوي، لکه په لویو او ژورو سوځېدنو کې او ځینې خو یې د ټول عمر لپاره له یو داسې سوءشکل سره ژوند کوي چې هره شېبه ورته د ځورېدنې وړ وي.

راشئ د پلاسټیکي جراحي په اړوند د خلکو فهم زیات کړو او ډاکټران دې ته وهڅوو چې په حقیقي او هغه ډول چې زموږ د هېوادوالو اړتیا ده، پلاسټیکي جراحي زده کړي.

ډاکټر ذلال احمد رنځورمل

2 COMMENTS

  1. ‌‌ډیر محترم تاسی درست وفرمایل او ځه درسره سل په سلو کی موافق یم ، خو تاسی ته یو ‌ډاکټر ښایم او هغه دی ‌‌ډاکټر ٌصیب الفت هاشمی چی په سلګونو سټنډرډ پلاستیک کامیاب عملیاتونه یی کړی

  2. مننه ګرانه، موږ هره ورځ له داسي ناروغانو سره مخ کېږي چې له ځنډنیو سکارونو، شخیو، او جلدي نقیصو څخه ځورېږي، ماخو یو هم نه دی لیدلی چې په ښه ډول دلته تداوي شوی وي، البته یو شمېر واړه پروسیجرونه نه ښیم، چې د وزیر محمد اکبرخان په روغتون کې هم ترسره کېږي، بلکې هغه میتودونه چې زموږ د سوځېدنو، او لویو جلدي ډیفکټونه ناروغان راوګرځوي، که درته معلوم وي
    هیله ده چې بشپړ ادرس او د کار ځای راته په ګوته کړه چې د کار پایله یې وګورو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب