شمالي کې جګړه په ټول شدت سره روانه وه. د انګورو په شنو باغونو کې لمبې تاویدې را تاویدې. پلرونو د خپلو اولادونو او باغوانانو د خپلو تاکونو د له منځه تلو ننداره کوله.
د شهرنو پارک له تور پوستو طالبانو ډک و. دوی په بله ژبه خبرې کولې، خو شمالي به یې پکې ډیر یادوه. د جګړې له کرښې څخه راغلو طالبانو به ویل چې هلته میرمنې هم وسلوال مقاومت کوي، نا ځواني کوي د چاي ډوډۍ دعوت وکړي او بیا چې ساده طالبان دعوت ومني، نو له بامه پرې د ماشیندارو ضربې وچلوي. دا مهال په کابل ښار کې د شمالي د خلکو تګ را تګ تر ټینګې څارنې لاندې و، هر شماليوال ته د دښمن په سترګه کتل کیدل.
اسمايي واټ کې پر بایسکل روان وم. د مهاجرت د دورې یو ګاونډی مې ولیده. هغه به هریپور کیمپ کې بوټان لکه چپلکۍ پښو کول ، پیڅې به یې تر زنګانه بډوهلې وې او کوږ دستار به یې پر سر و.
دی د قره باغ اوسیدونکی و. خو اوس له هغه کشه لویدلی ښکاریده. مخې ته یې ودریدم. تورې عینکې مې په سترګو وې. پر اوږه مې ورته لاس کیښود: د شمالي یې؟ له دې پوښتنې سره یې ټکان وخوړ، زما لونګۍ ورخطا کړ. بیا مې ورته وویل: بسم الله یې؟ نږدې و، سکته وکړي. لاسونه یې په رپا شول. نور مې خندا کنټرول نشوه کړای او چې ځان مې ورته معرفي کړ، نو ویل یې: له ما خو دې نفس وویسته، دې وخت کې داسې ټوکه؟ شکر چې ټوکه وه. تایمني ماموریت ته د یوه ملګري پوښتنې ته تللی وم.
موږ د ماموریت په انګړ کې ناست وو چې یو دم دوه بایفور ډاټسنې را ننوتې. ډاټسنې له خلکو ډکې وې، په ټیلو ټیلو یې لویې خونې ته ننویستل. دوی د شمالي په جرم نیول شوي وو. یوه سره کاغذ و او له کړکۍ یې چیغې وهلې: د خدای لپاره بیماره مور مې معاینه خانه کې پرې ایښې، ماسره نسخه ده، دوا پسې را وتلی یم. فشار یې لوړ شوی که ژر لاړ نشم مړه کیږي. خو هغه خپلې زارۍ فقط خپل اوریدې. زړه مې وپړسید. پورته شوم، یوه ته مې ویل: ملا صاحب،ده سره خو کوم جرمي ثبوت هم نشته، د مریض په خاطر یې پریږده. وبال دی. خو هغه یوازې همدومره ویل: موږ ته امر شوی.
نور مې نسخه په لاس سړي ته نشو کتلای، د هغه نالیدلې بیماره مور مې سترګو ته نیغه نیغه کیده. له ماموریته راووتم او له معاینه خانو مخ پټی را تیر شوم.
ن.دوست
په حدیث شریف کښې راغلې دې( کلکم راعې کلکم مسؤل عن رعیته) دقیا مت په ورځ به ددغو اعما لو(کړنو)پوښتنه دملا محمد عمر څخه خا ما خا کیږې. دوست صا حب ډیره په زړه پورې لیکنه مو کړیده .خو هغه پخوانی زړه دردونکې خا طرې وسړې ته ور په زړه کیږې.هیله ده چې طا لبا ن وروڼه ددغه لیکنو څخه پند او عبرت واخلې .ملا محمد عمر په خپله دینې معلوما ت یې ډیر محدود دی.دی په سدګیحسا ر کې دشهید ملا نیک محمد او د فیض الله اخند زاده سره دجها د په وختو نو کښې مجا هد وو او طا لب دی عالم نه دی.خدای دې وهغه چا ته هدا یت وکړې چې دغه بې ځا یه فتواوې یې ورکولې.