څلورمه برخه
لاهور
شپه ماخوستن نهه نیمې بجې لاهور ته ورسیدو.
هوټل ته مو له بکسونو سره سم هغه د ګلو ګېدۍ هم ښکته شوې کوم چې په اسلام اباد کې په هرکلي او ښه راغلاست کې راکړل شوې وې.
د هوټل په انتظار ځای کې تر لنډې دمې ورسته د اتاقونو کارتونه راباندې وویشل شول، دوه کسه ییزې خونې وې، ماسره د کمال غریب قسمت و چې بیا ورسته یې د تخنیکي ستونزو له کبله له ایاز جان سره خپل ځای بدل کړ.
هوټل بد نه و، لکس و، ما تر ټولو لومړی ځان تازه کړ، جامې مې بدلی او د وعدې سره سم نیم ساعت ورسته د ډوډۍ خوړلو لپاره بېرته لاندې ښکته شوم.
تر ډوډۍ ورسته بېرته اتاق ته راغلم، په تخت کې اوږد وغځېدم، رېښتیا خبره په موټر کې سفر خوند کوي خو پنځه ساعته ستړی کوونکی دی، شیبه همداسې پروت وم، بیامې د سبا لپاره جامې خویې کړې کوم چې په بکس کې یو څه غونجې شوې وې.
له بکس نه مې کتابچه راویسته، پلان مې وکوت، کاري پروګرام د پنجاب د توریزم له فدراسیون څخه شروع کېدو.
رېښتا تاسې ته ووایم چې دا سفر په دوو برخو کې و، د توریزم او ورزش په برخه کې خو د پطښوریانو په خبره په اخبار کې به چې زمونږ په حواله څه لیکلی کېدل نو په کې به ورزشي خبریالان یادېدوو چې د ورزشي خبریالانو د فدراسیون غړو خوشحال تایب او محمد واصل وصال به ډېره ښه منله.
هر ځای ته د تګ بیلې کیسې مې له لاسه نه کېږي، دا درته په دوو برخو کې لیکم ، یعنې یوه برخه د وزرشي ځایونو په اړه او بله هم د تاریخي او تفریحي ځایونو لپاره.
ځکه له اجندا بهر هم ډېرې کیسې دي، لاهور خو لاهور دی نو.
ما ویل چې سهار شي نو داوودزي صیب ته به اول دا وایم چې د اقبال مزار ته به هم یو ورځ حتمي ځو. خو چې کتل مې په پلان کې ورته ځای ورکړل شوی و.
پلان کې هر څه ته ځای ورکړل شوی و، پرته د تایب صیب له وران موبایل څخه چې باید جوړ کړی مو و خو تر اخرې ورځې جوړ نه شو ، د بهشته جانې صافی له پیزا خوراک، د خاموشو خویندو د شاپنګ او زما له ناڅاپي ناروغۍ چې د ډېر خورګۍ یا هم بد خورګۍ له امله نیمه شپه په روغتون واوښتم .
بیچاره داوودزی صیب او منیر صیب به نو څه پوه شوي ول چې دا هم په کې شته خو خیر باید ځني خانې سپینې پرېښودل شوی واې، ځکه په یادو مواردو کې یې یوه نیمه دومره جدي وه چې نېږدې و په تاوتریخوالي واوړي.
د شپې دوه بجې شوې پرېږدئ مې نو چې ویده شم، ایاز جان وايي سرجي ویلي چې سبا اته بجې باید رېډي اوسئ!
د څلورمې برخې پای