جمعه, مې 3, 2024
Homeکلتورد عبدالهادي هادي د شعري ټولګې “اخ! چې لنډې فاصلې وای” مخکتنه

د عبدالهادي هادي د شعري ټولګې “اخ! چې لنډې فاصلې وای” مخکتنه

ګل رحمن رحماني 

د افغانستان قلم ټولنې د یکشنې په ورځ پلازمینه کابل کې د ګڼو  لیکوالو، شاعرانو او فرهنګیانو په ملتیا د نوښتګر شاعر او لیکوال عبدالهادي هادي د پنځمې شعري ټولګې مخکتنه وشوه.

هادي د افغانستان له معاصرو پیاوړو شاعرانو دی چې د ادب تاریخ لیکوالو د معاصر ادب تاریخ په اوښتون پړاو کې ثبت کړی او تر دې وړاندې یې څلور نورې شعري ټولګې هم چاپ شوې دي چې مات غمی یې تر ټولو مشهوره ده.

د نوموړي پنځمه شعري ټولګه (اخ! چې لنډې فاصلې وای) په دې وروستیو کې د شمله راډیو له لوري د مومند خپرندویې ټولنې په تخنیکي همکاری د ګل رحمن رحماني په زیار چاپ شوې ده. د ټولګي مالي لګښت بهر مېشتي افغان فرهنګي قاضي انور خان منګل ورکړی او شاعر خپلې مېرمنې شریفې هادي ته ډالۍ کړې ده.

د قلم ټولنې مشر څېړنوال محمد نبي صلاحي په خپله وینا کې نوموړی یو حقدار او داسې شاعر وباله چې په پردېس کې یې هم خپل ګران هېواد او خلک نه دي هېر کړي او تل یې ژوندۍ شاعري کړې ده.

ګل رحمن رحماني وویل چې هادي د کورنیو جګړو او فکر وژونکو حادثو پر مهال هم پښتو شعر له شعارونو او ایډیالوژیو وساته او په بهر کې یې وورستیو شعرونو هم یو ډول حبسیه رنګ لري چې له وطن او خلکو سره د ژورې مینې انځور وړاندې کوي.

کره کتونکي او لیکوال استاد نجیب منلي په خپله وینا کې هادي داسې یو شاعر یاد کړی چې مخ په مایوسۍ نه، بلکې د فکري او سني پوخوالي خواته روان دی او دا شعرونه یې هم د ژوند او پردېس د پخو تجربو زېږنده دي.

نوموړي زیاته کړه چې موږ په اوسنۍ شعري ټولګه کې هغه هادي ګورو چې له څلوېښت کلنۍ ها خوا روان دی او ددې عمر تجربې هم طبعا پخې او ژورې وي.

د غونډې بل وینا وال څېړنوال عبدالغفور لېوال په خپله وینا کې وویل چې هادي په پېښور کې د افغان لیکوالو ټولنې یو فعال فرهنګي، لیکوال او شاعر و چې تر ننه شاعر پاتې شوی دی.

نوموړي وویل چې هادي یو مهال ښکلې ازاده شاعري کوله، د مات غمي شعرونه یې خوله په خوله ګرځېدل، خو په اوسنۍ شعري ټولګه کې یې په غزل کې هم خپل نبوغ را ښودلی او د غزل شاعر دی.

د سولې انسټیټیوټ مشر شاه محمود میاخیل د هادي پر فرهنګي شخصیت خبرې وکړې او وویل چې لا یې هم هادي له نږدې نه دی لیدلی، خو د هغه له فرهنګي هڅو او فکر پوره معلومات لري چې ښه بېلګه یې په اسټرالیا کې د یوې پښتو راډیو چلول دي چې دا کوم اسانه کار نه دی.

په غونډه کې پیاوړي لیکوال محمد انور وفا سمندر هم خپله وینا واوروله او د هادي په تېره او اوسنۍ شاعري او د هغه په شاعرانه شخصیت یې تفصیلي خبرې وکړې.

نوموړي وویل چې هادي په شاعرۍ کې ژورې اروايي تجربې کړې چې د ځینو په لوستلو یې انسان په ځان کې ورکېږي او ځان په کې مومي، ده وویل چې د هادي شاعرانه لېونتوب راته د هغه د شعوري او ویښوونکي شاعري تصویر وړاندې کوي.

غونډې ته د اطلاعاتو او کلتور د پخواني وزیرعبدالباري جهاني را استول شعر هم د استاد  له خوا ولوستل شو چې پښتانه یې په کې یووالي ته را بللي وو او د پښتنو د پخواني ښه او اوسني بد وضعیت پرتلنه یې په کې کړې وه.

  د غونډې بله مقاله استاد شاعر اسدالله زمري چمتو کړې وه چې د ښاغلي مصطفی سمون له لوري ولوستل شوه او دا شعرونه یې د هادي صیب د زخمي زړه خوناب بللي وو. په همدې ډول د هادي صیب یو انتخابي غزل د بشرمل زرغون له لوري ولوستل شو.

  ځوان شاعر او لیکوال محمد خالص ادیب هم د هادي پر شعري ټولګه لیکنه کړې وه. نوموړي هادي صیب یو داسې شاعر یاد کړی چې د شاعرانه شوخي او نوښتونو تر څنګ یې هېڅکله خپل هېواد او خلک نه دي هېر کړي او د بندي بلبل په څېر د وطن په یاد فریادونه کړي دي.

  غونډه د غرمې په ۱۲ بجو پای ته ورسېده او د هادي شعري ټولګه په ګډونوالو ووېشل شوه. د یادونې وړ ده چې عبدالهادي هادي له تېرې نیمې پېړۍ فرهنګي او ادبي فعالیتونه لري چې اوسمهال له خپلې کورنۍ سره په استرالیا هېواد کې کډوال دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب